د افغانستان د تیاتر او سینما پیاوړی هنرمند قادر فرخ ومړ

د افغانستان د تیاتر، سینما او تلویزیون هنرمند عبدالقادر فرخ

د افغانستان د تیاتر، سینما او تلویزیون وتلی هنرمند عبدالقادر فرخ په ١٣٢٣ لمریز کال کې د کابل په باغ علیمردان کې زیږیدلی و. هغه نن دوشنبه د جنورۍ په ٦ په کابل کې له دنیا سترگې پټې کړې.

ښاغلی فرخ په ١٣٣٠ لمریز کال کې په اوه کلنۍ کې د ښاري نندارې په تیاتر کې د محمد یوسف کهزاد د "عشق انفلنزا" په نامه اثر د وړاندې کولو لپاره د کوچني ممثل په توگه د نورو هنرمندانو تر څنگ په تمثیل پیل وکړ.

له هماغه پیل څخه د افغانستان د تیاتر د مخکښ هنرمند عبدالرشید جلیا تر لارښونې لاندې ښاغلي فرخ د تمثیل هنر زده کړې پرمخ بیولې.

عبدالقادر فرخ په ١٣۴٧ کې د کابل د نادریې لیسې نه فارغ شوی او په ١٣۴٨ کې د تیاتر د لوبغاړي په توگه یې رسمي دنده پیل کړې وه او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تمثیل هنر له کورس نه فارغ شوی و.

هغه په ١٣٥٧ کې د افغان فلم په ریاست کې د فلم د تولید د مدیر په توگه او په ١٣٦٢ کې د کابل نندارې د تیاتر د نندارو د عمومي مدیر په توگه دندې ترسره کړې وې. بیا په ١٣٦٦ کې د کابل نندارې رئیس شو او وروسته په بلخ کې د اطلاعات او کلتور ریاست د موسیقۍ او تیاتر عمومي مدیر و. وروسته بیا پیښور ته مهاجر شو او د بي بي سي رادیو د "نوی ژوند نوی کور" په ډرامه کې د ممثل په توگه یې دنده درلودله.

ښاغلی فرخ بیرته هیواد ته له راستنیدو وروسته په له ١٣٨٦ څخه تر ١٣٨٩ پورې د کابل نندارې د تیاتر رئیس و.

د ښاغلي فرخ هنري فعالیتونه:

ښاغلي فرخ په لسگونو ډرامې او د تیاتر پارچې لیکلي او ډایرکت کړي دي. هغه همداشان څلور هنري فلمونه هم ډایرکت کړي دي.

ښاغلي فرخ په سیمایي فلمونو "حماسه عشق، دختر باپیراهن سپید ، شکست محاصره، پرنده های مهاجر، او نورو کې کار کړی دی. هغه همداشان د کونډې زوی په نامه تلویزیوني سریال کې هم رول لوبولی دی.

ښاغلي فرخ د سوارکاران، کاغذ پران باز او تابستان داغ کابل په گډون په یو شمیر افغان او بهرنیو مشترکو فلمونو کې هم کار کړی دی.

عبدالقادر فرخ د افغانستان د یوې هنري کورنۍ پورې اړه لري چې پلار یې استاد محمد فرخ افندي و، څوک چې د افغانستان د پاچا امان الله په وخت کې له ترکیې نه افغانستان ته راوبلل شو او د افغانستان تابعیت یې خپل کړ.

استاد محمد فرخ افندي د افغانستان د تیاتر او تمثیل هنر د مخکښانو څخه دی.

منبع: زلمی رزمي او نور عدیل