د سرحدي ځواکونو مشري د افغانسان فاع وزارت ته انتقالیږي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د کورنیو چارو له وزارت نه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د رهبرۍ د انتقال بهیر پیل شو او په اتو میاشتو کې به بشپړ شي.

د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ستر درستیزجنرال خان جان د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دواړو وزارتونو پيژندوالانو نن دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د لیږد په موخه د دغو ځواکونو د دفترونو اسناد لاسلیک کړل.

جنرال جان خان زیاته کړه، چې د سرحدي ځواکونو اړوند ټول اسناد د جدي میاشتې تر لسمې بشپړ کیږي او له هغې وروسته به د رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغو ځواکونو رهبري د دفاغ وزارت په غاړه واخلي.

هغه وویل "سرحدي ځواکونه په دوو عمده برخو کې فعالیت کوي، چې یو سرحدي پولیس او دویم یې سرحدي ځواکونه دي. د ولسمشر د حکم پر بنسټ سرحدي ځواکونه دفاع وزارت ته لیږدول کیږي، خو سرحدي پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پاتې کیږي".

جنرال خان جان زیاته کړه، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پلاوي د سرحدي ځواکونو د تجهیزاتو او د دندې د لایحې او ذاتي چارو د تفکیک په موخه ولایتونو ته استول شوي دي، څو په دې برخه کې ارزونې وکړي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ، ټاکل شوې چې د عامه نظم او سرحدي ځواکونه د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې ورګډ شي.