افغاني الاصله سناتورې او د فلسطین ملاتړې د استرالیا له کارګر ګوند څخه استعفا وکړه

فاطمه پیمان په افغانستان کې زیږېدلې او په ماشومتوب کې له خپلې کورنې سره استرالیا ته کډواله شوې ده.

د استرالیا د پارلمان یوې مسلمانې افغان الاصله غړې، فاطمه پیمان چې د واکمن کارګر ګوند څخه د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو د ملاتړ د غوښتنې وروسته یې غړیتوب ځنډول شوې و، د پنجشنبې په ورځ، جولای ۴ (چنګاښ ۱۴مه) ددغه ګوند څخه خپله استعفا اعلان کړه.

نوموړې وویل له هغه ځایه چې په کارګر ګوند کې یې "غړیتوب" ځنډول شوې و، نو د استعفا کولو پرته یې بله لاره نه درلوده. خو هغې زیاته کړه چې د استرالیا په پارلمان کې به د یوې خپلواکې استازې په توګه حضور ولري.

په کارګر ګوند کې د سناتورې فاطمه پیمان غړیتوب وروسته له هغه لغوه شو چې هغې د خپل ګوند د دریځ خلاف په پارلمان کې د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلو په تړاو د "زرغون ګوند" طرحې ته رایه ورکړه.

د مېرمن پیمان او د حاکم کارګر ګوند ترمنځ اختلاف د دغه ګوند د "پیوستون" د مقررې په سر وه. دا مقرره ایجابوي چې په پارلمان کې د ګوند ټول غړي باید د مسایلو په اړه اتفاق ولري او په یوه خوله رایه ورکړي.

نوموړې په کانبیرا کې خبریالانو ته د خپلې استعفا د اعلانولو پر مهال وویل: "په ډک زړه خو په سپیڅلې ضمیر سره د استرالیا د کارګر ګوند څخه خپله استعفا اعلانوم. همدارنګه ما صدراعظم ته خبر ورکړی دی چې په پارلمان کې به د 'کراس بنچ ویسټرین استرالیا' د استازی په توګه حضور ولرم. "

فاطمه پیمان په افغانستان کې زیږېدلې او په ماشومتوب کې له خپلې کورنې سره استرالیا ته کډواله شوې ده.

هغې وویل: "زما کورنۍ له یوې جګړې ځپلي هیواد څخه دلته [استرالیا] ته د پناه اخیستلو لپاره په دې خاطر نه دی راغلی، ترڅو غلې ناسته واوسم او پر بې ګناه خلکو ظلمونه وګورم. د وخت ترټولو لوی ظلم پر وړاندې زموږ د حکومت بې غوري، ما اړباسي ترڅو پدې اړه وپوښتم چې دغه ګوند [د کارګر واکمن ګوند] پر کوم لوري روان دی. "

هغې زیاته کړه، چې له يوې خوا يې په پارلمان کې د پاتې کېدو او له هغه ځایه د بدلون راوستلو پراخ ملاتړ لري او له بلې خوا د ګوند له خوا تر فشار لاندې وه، چې د دغه ګوند د "پیوستون" د مقررې اصولو درناوي وکړي. هغې وویل: "زه هیڅ دریمه لاره نه وینم او ضمیر مې ماته [له واکمن ګوند څخه د استعفا پرته] بل هیڅ انتخاب نه پریږدي."

دغه ۲۹ کلنه سناتوره د کارګر ګوند لومړنی سیاستواله ده چې له ۲۰۰۵ کال وروسته یې د ګوند د "پیوستون" مقرره له پامه غورځولی ده. هغې وویل چې د خپل ژوند "سخته" پریکړه یې کړې ده.

استرالیا د فلسطین دولت په رسمیت نه پیژني، خو رسمي دریځ یې د دوو دولتونو حل لاره ده چې له مخې یې اسرائیل او یو راتلونکی فلسطیني دولت د نړیوالو منل شویو پولو په اساس ګډ ژوند وکړي.

مظاهرچیان چې شمېر یې څلور تنه وو، د اسټرالیا د پارلمان د ودانۍ له پاسه له نږدې یو ساعت وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

د مېرمن پیمان د استعفا د خبر سره سم، یو شمېر مظاهره چیانو په کانبیرا کې د استرالیا د پارلمان له امنیتي کړۍ څخه په اوښتو سره، د پارلمان د ودانۍ له پاسه د فلسطین په ملاتړ شعارونه ځړوند کړل. د دې پېښې په تړاو څلور فلسطيني پلوه مظاهرچیان نيول شوي دي.

د استرالیا صدارعظم دغه مظاهره وغندله او ویې ویل: "سوله ییزې مظاهرې زموږ په ټولنه کې مهم ځای لري، خو دا [د فلسطینیانو د ملاتړو] مظاهره سوله ییزه نه وه.

په ورته وخت کې د استرالیا د اپوزیسیون ګوند مشر هم ویلي، چې پدې اړه باید پلټنې وشي چې دغو مظاهره چیانو ته چا اجازه ورکړې وه چې د "یهودانو پر ضد" شعارونو سره پارلمان ته ننوځي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د اسوشېټیډ‌ پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.