په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ له امله، کابل ښار ته څېرمه د خښتو جوړلو په بټېو کې یو لوی شمېر کوچنیانو درندو کارونو ته مخه کړې ده.
یوولس کلنه رقیه پخپلو تنکیو لاسونو د خښتو د بټۍ داشونه پاکوي. روقیه خپله ستړتیا نشي پټولی، او وايي چې کار یې سخت دی او لاسونه یې وروسته له هغه چې د ورځې په اخر کې یې کار خلاص شي خوږیږي.
هغه د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ ګټي او ددې ارمان کوي چې ښوونځي ته تللی.
رقیه د خپلې کورنۍ سخت مالي حالات د خپل پلار سره د خښتو په بټۍ کې کار کولو ته اړه کړې ده. رقیه خپله ټوله ورځ د خښتو د بټۍ د تناره خوا ته په وړو وړو سکرو راټولولو تېروي.
دا یوه له هغو سلګونو کوچنیانو ده، چې کابل ته څېرمه په ده سبز ولسوالۍ کې د خښتو په بټۍ کې په سختو کارونو اخته دي.
له هغه راپدېخوا چې په افغانستان کې طالبانو واک ونیولو، اکثریت کورنۍ خپلو اولادونو ته د ډوډۍ موندلو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
مرستندوی سازمانونه خبرداری ورکوي چې که له افغانستان سره مرسته ونشي نو په دغه هېواد کې به خطرناک ناورین رامنځ ته شي.
نورزیه ۸ کلنه ده او د خښتو په همدې بټیو کې کار کوي. وايي، پلار یې بې روزګاره دی او مجبوره ده چې ځان او کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو دپاره کار وکړي.
د روانې میاشتې په ۱۰مه د کوچنیانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) پخپل یو راپور کې وویل، چې د افغانستان ۹۷ سلنه کورنۍ خپلو کوچنیانو ته د کافي خوراکي موادو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د کوچنیانو د ژغورنې د ادارې مرستیاله بهشته وايي چې اکثریت کورنیو او یا د کورنیو مشرانو خپل کارونه له لاسه ورکړي، او همدا لامل دی چې کورنۍ خپلو کوچنیانو ته اجازه نه ورکوي او یا یې ښوونځي ته له تللو څخه منع کوي، په کم عمر کې یې واده کوي او یې اړ باسي چې کار وکړي.
هغې وویل: "دا چې د دوی کورنۍ دوی ته د ډوډۍ ورکولو توان نلري د دغو کوچنیانو مور او پلار پرته له دې چې په خپلو اولادونو باندې کار وکړي، بل انتخاب نلري".
د روقیي پلار شریف خان د خښتو په بټۍ کې د میاشتې په ۹ زره افغانیو کار کوي. دی وايي چې د دغه سیمې د بټیو په سختو شرایطو کې د روقیې په څېر درې سوه نور کوچنیان په کار بوخت دي.
هغه وايي، اکثره خلک له مشکل سره مخ دي او د ښوونځیو فکر ورسره نشته او په سلګونو ماشومان مجبور دی چې د ډوډۍ پیدا کولو دپاره کار وکړي.
د افغانستان سره د بهرنیو مرستو کمښت پدغه هیواد کې اقتصادي ستونزې زېږولي چې له امله یې میلیونونه کورنۍ د بې وزلۍ او ان له ولږې سره مخ دي. نا دولتي ادارې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکوي.
د کوچنیانو د ژغورنې د ادارې مرستیاله بهشته وايي: "نړیواله ټولنه له هر څه وړاندې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره مرستو او د کوچنیانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. که دا کار ونشي، موږ به په افغانستان کې د یو لوی بشري ناورین سره مخ شو".
د کوچنیان د ژغورنې سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې په هرو ۱۰ نجونو کې نهو یې د خوراک د کمي له امله د وزن د کمېدو، او د کار او درس ویلو لپاره د انرژۍ د نه درلودلو خبر ورکړی. راپور وايي چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره شا او خوا دوه نیم میلیارده ډالره مرسته ونکړي، افغانستان به د یو خطرناک ناورین سره مخ شي.