شاوخوا ۷۰۰ زره افغان ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري- یونیسف

افغانستان په نړۍ کې دریم هیواد دی چې ماشومان یې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلنو ترمنځ د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه کې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

یونیسف په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خوړو د نړیوال بحران په اړه د سې شنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوايي ۲) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړیږي چې په دغه شمیر کې شاوخوا ۷۰۰ زره یې په عاجل ډول غذایي مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په دغه راپور کې ویلي چې افغانستان د ۱۱.۳ میلیونو ماشومانو په درلودلو سره په نړۍ کې درییم هیواد دی چې ماشومان یې په ډیرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو ستونزې سره مخ دي.

یونیسف راپور کې ویلي "د کروناویروس له ډیرو ناوړو اغیزو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره باید همدا اوس اړو ماشومانو ته د لازمو خوراکي خدمتونو د برابرولو لپاره اقدام وکړو".

یونیسف په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خوړو د نړیوال بحران په اړه په خپل راپور کې یمن او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت خوړو د بحران په برخه کې د لومړي او دوهم هیوادونو په توګه یاد کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د خوړو بحران د ماشومانو په ودې او مصونیت باندې ناسمه اغیزه کوي.

د "یونیسف" د راپور له مخې په هغو هیوادونو کې چې په متوسط ډول عاید لري، لږ ترلږه له هرو دریو ماشومانو څخه دوه یې د څو ډوله خوړو له انتخاب څخه برخمن نه دي.

د بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې "یونیسف" په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ ( غوايي درییمه) خپره کړې، دغې ادارې سره د اروپايي ټولنې د ۲.۷ میلیونو یورو د مرستې خبر ورکړی او ویلي دي چې دا پیسې به د هغو ماشومانو لپاره چې له بېړنیو شرایطو څخه اغېزمن شوي د هغوی د زده کړو په فرصتونو او د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې دهغو ماشومان په درملنه کې چې له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي په مصرف ورسیږي.

یونیسف ویلي "د کوییډ ۱۹ ویروس د جهان شمول کیدو او په سرعت د خپریدو د خصوصیاتو په نظر کی نیولو سره او د افغانستان کمزوري روغتیايي سیستم ته په کتو شاید دا ناروغي افغانان ډیر زیانمن کړی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنی د بشري مرستو مسؤل لویجي پانډولوفي وايي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۱۴ نېټې څخه د ښوونځیو په تړل کېدو سره، له ۹.۵ میلیون ډېر ماشومان په عادي ښوونځیو او ۵۰۰.۰۰۰ نور ماشومان د محلي زده کړو په ښوونځیو کې له عادي مهالوېش سره سم د زده کړو له دوامه پاتې شوي دي.

همداشان د اروپايي ټولنې د دغه چارواکي د وینا له مخې د دې سر بیره پر دي، د ناروغۍ د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه وضع شوی محدودیتونو د ادامې له امله، ډیر شمیر کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړی او لازام او با کیفیته غذایی توکو ته لاسرسی نه لري چې دا به په ځانګړي ډول پر ماشومانو باندې ناوړه اغیزې ولري.

په افغانستان کې چهارشنبې تر ورځې د کرونا د ویروس ټولې ۱۱۴۳ مثبتې پیښې ثبت شوي، چې ترټولو زیاتې یې د کابل په ولایت کې ثبت شوي دي. خو تراوسه پر دغې ناروغۍ د کوم ماشوم د اخته کیدو خبر نه دی ورکړل شوی.