نجونو زده کړو لپاره عدالت غوښتنه؛ پر زده کړو د بندیز دوام به ناوړه ټولنیزې پایلې ولري

عکس ارشف: د نجونو اعتراضونه

د افغان نجونو د زده کړو ملاتړو فعالانو په یو سند کې چې نجونو د زده کړو لپاره د عدالت غوښتنه کوي ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې نجونې روحي فشارونو سره مخ کړي بلکې په کوچنیتوب کې د ودونو، لوږې له امله د نجونو خرڅولو او د تاوتریخوالي او ټولنیزو ستونزو له نورو ډولو سره هم مخ کړي دي.

د نجونو د زده کړو لپاره د عدالت د غوښتنې دغه سند کې د بشري حقونو د ۳۶۰ ادارو او شبکو او د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۸۰۰ دیني عالمانو، کارپوهانو، ښوونکو، نجونو زده کوونکو، مدني فعالانو، معترضانو، هنرمندانو او خبریالانو نظریو ته ځای ورکړل شوی دی.

دا سند چې د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) خپور شوی په کې ویل شوي چې ۸۶۵ ورځې کیږي چې په افغانستان کې نجونو د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د زده کړو حق له لاسه ورکړی چې د ځوانو نجونو په منځ کې د ناامیدۍ اونورو منفي ستونزو د راولاړیدو سبب شوی دی.

دغو فعالانو په دې سند کې ویلي: "د نجونو او ښځو پرمخ د ښونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل یو ډیر د شرم او تاسف وړ اقدام دی او په ۲۱ پیړۍ کې یو تاریخي ننګ دی. هغه څه چې دا ډله (طالبان) د هغې پراساس د نجونو پر زده کړو بندیز لګوي، د اسلامي لارښوونو، فرهنګ، قوانینو او د افغانانو د غوښتنو سره په ټکر کې دی".

په دې سند کې ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې تر ۱۰۰ ډیر سخت فرمانونه صادر کړي او اکثره یې نجونې او ښځې په کورونو کې پاتې کیدو ته اړې کړې دي.

د نجونو د زده کړو دغو فعالانو خبرداری ورکړی چې د روان وضعیت دوام به ډیرې خرابې ټولنیزې اغیزې ولري او د افغانستان خلکو ته به لوږه، تاوتریخوالی، ناپوهي، بې سوادي، خرافات، ارزښتونو باندې بې باوري او بشري جنایات له ځان سره ولري.

د نجونو د زده کړو د عدالت غوښتنې په دغه سند کې د ۲۰۲۳ کال د دوبلین د پوهنتون د پایښت لرونکي انکشاف د اهدافو د تطبیق او د پایښت لرونکي انکشاف د سند له مخې ویل شوي چې په دغه سند کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې دغه هیواد د ۱۶۶ هیوادونو په ډله کې ۱۵۸ مقام ترلاسه کړی دی.

په دې سند کې ویل شوي: "دا په ښکاره ډول ښيي چې له بده مرغه افغانستان د اهدافو د تطبیق په برخه کې خورا بد حالت کې دی په ځانګړي ډول څلورم هدف چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د کیفیت لرونکي زده کړو ترلاسه کولو هدف دی په پلي کیدو کې هیڅ ډول لاس ته راوړنه نلري او حتی د نه جبرانیدونکي خنډ سره مخ دی".

په دې سند کې یوې زده کوونکې د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو په اړه د نړۍ چوپ پاتې کیدل چې دغې نجونې د شرم وړ چوپتیا یاده کړې ویلي: "د دافغان نجونو او ښځو د زده کړو په اړه د نړۍ له شرمه ډکه چوپتیا تربل هر وخت زیاته ترخه ښکاري چې په سیاسي معاملو او د مشرانو په منفي لوبو کې ټول انساني او اخلاقي ارزښتونه له پامه غورځول شوي او دا کار زمونږ د حقونو د ترپښو لاندې کولو لامل شوی دی".

یوې بلې نجلې چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی هم ویلي: "زه په پنجره کې د یوه زندان په څیر احساس کوم چې نه هوا لري او نه د ساه د اخیستلو توان، دوه کاله زنداني یم په خوبونو کې د خپلو هیلو په لټه کې یم، د ژوند هیڅ احساس او امید نه وینم، زما لاره ورکه ده او زما یوازینۍ هیله خدای ته ده".

دغو فعالانو د ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو او نړیوالو مشرانو غوښتي چې د افغانستان په اړه د هغوی نړیوالو ژمنو ته په پاملرنې په دغه هیواد کې د نجونو او د ښځو د زده کړو په برخه کې په بیړني ډول عملي اقدمات ترسره کړي.

دغو فعالانو ملګرو ملتونو ته په خطاب کې ویلي: "تاسو د نړیوالو جوړښتونو او مشرانو په توګه چې په مساوات، عدالت او بشري حقونو باور لرئ او ژمن یاست، باید د میلیونونو نجونو، ښځو او د هغوی کورنیو سره یو ځای شئ چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو کار ته د لاس رسي حق او د سمدستي او بشپړې بیا رغونې غوښتنه کوي د افغانستان سیاسي او فرهنګي وضعیت ته په کتو سره ودریږئ او پر دغې ډلې باندې لازم او اغیزمن فشار راوړئ".

په دغه سند کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ د تبعیص رسمیت پیژندل او د جنسیت پر بنسټ د بشري حقونو سرغړونې، نسل وژنو او نورو جنایتونو اړوند مسلو ته هم ځای ورکړی دی.

همداشان په دغه سند کې خبرداری ورکړل شوی چې که چیرې د افغانستان سیاسي او ټولنیز وضعیت باندې غور ونشي سیمه او نړۍ به یو ځل بیا بحرانونه او د افراطیت او امنیت اړوند ګواښونه تجربه کړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د یو شمیر افغان فعالانو له خوا دغه خپور شوي سند ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او په ورځیني ژوند کې یې پرښځو او نجونو باندې مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او ښځې یې پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو څخه له تلو څخه منع کړي دي.

همداشان طالبانو پر ښځو باندې له کور څخه بهر د وتلو پرمهال د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم لرلو شرطونه هم ایښي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ یو سیستماتیک تبعیض ګڼلی او ددغه حکومت څخه یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.