د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د بنګله دیش نه یو ورځنی سریز وگاټه

د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټیم

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د بنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبو سریز وګټه.

د بنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې سره د پنځمې یو ورځينۍ لوبې پچه افغان ۱۹ کلنې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې ته ۲۴۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان بلوبډلې ۸۳ منډې ابراهیم ځدراڼ او ۷۵ منډې دروېش رسولي جوړې کړې.

ورپسې د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، خو افغان تیز او ورو توپ اچونکو پرې نه ښودله چې سیاله لوبډله هدف ته ځان ورسوي.

د بنګله دېش لوبډلې د لوبې په ۴۸،۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله.

وفا دار مومند ۴، قیس احمد ۳، مجیب ځدراڼ ۲ او طارق ستانکزي د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځول.

دروېش رسولي چې په ننۍ لوبه کې یې په ۴۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې او د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ترمینځ د پنځو یو ورځنيو لوبو سریز لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلي وه، دوهمه لوبه د باران له امله مساوي شوي وه او پاتې ۳ لوبې یې افغانستان ګټلي چې په دې سره افغان ۱۹ لوبډلې وکولای شول چې کوربه بنګله دېش هیواد څخه د یو ورځینیو لوبو سریز وګتي.