د امریکا په شیکاګو کې د اوو هېوادونو ترمنځ د کرکېټ سیالۍ پیل شوي دي چې د افغانانو یوه لوبډله هم په کې شامله ده.
د افغانانو د لوبډلې غړي خالد حسن وویل چې دوی په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب لوبېږي او تر اوسه یې دوه سیالۍ ګټلې دي.
خالد حسن وویل: "موږ هڅه کوو چې د امریکا په کچه د افغانانو ټیم مشهور کړو او له دې لارې خپل لوبغاړي د امریکا ملي، نولس کلن او نورو تیمونو ته ورکړو ترڅو د دوی اینده هم ښه شي او د افغاانانو نوم هم اوچت شي. "
په شیکاګو کې د افغانانو دغه لوبډله د وټهپور ټولنې په نوښت جوړه شوې ده او یو شمېر لوبغاړي پکې تازه له افغانستان څخه راغلي دي.
د افغانانو د لوبډلې بل لوبغاړي رحیمالله غني زي چې پنځه میاشتې مخکې له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته راغلی وویل په لوبډله کې داسې لوبغاړي هم شته چې د ملي لوبډلې په کچه وړتیاوې لري.
هغه وویل: "غواړو چې (لوبغاړي) لیګونو ته ورکړو، راتلونکې کې نور لیګونه دي، موږ غواړو هلته ځان ورسوو. "
په امریکا کې مېشت د کرکټ دا افغان لوبغاړي تمه لري چې په راتلونکې کې د متحده ایالاتو رسمي لوبډلو کې غړیتوب ترلاسه کړي.
په شیکاګو کې د افغانانو د وټهپور ټولنې مشر میوند پوهیار وویل چې له دې وړاندې افغان لوبغاړي د پاکستان او هند په لوبډلو کې لوبېدل او له همدې امله دغې ټولنې تصمیم ونیو چې د افغانانو خپله لوبډله جوړه کړي او د افغانستان په نوم ولوبېږي.
د کرکټ لوبه ورځ تر بلې په متحده ایالاتو کې وده کوي او په ګڼو ایالتونو کې افغانانو خپلې لوبډلې جوړې کړي دي.
شیکاګو کې د افغانو د لوبډلې په ګډون د اوو هېوادونو د کرکټ سیالۍ
عکس: ارشیف - په تکزاس کې د کرکټ سیالۍ