د اروپا نه ایستل شوي کډوال کابل ته ورسیدل

د جرمني نه بیرته ستانه شوي افغان کډوال اکثره زلمیان دي

په زرگونو افغانان هم د منځنی ختیځ اونورو هیوادونو دکډوالو په څیر اروپايي هیوادونو ته مخه کړله. د کډوالۍ شمیر اروپا ته په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې دومره زیات شوی دی چی اروپایان ېې له دویمې نړۍ والی جگړې نه وروسته یوه بې سابقه او ستره ستونزه بولي.

د کابل د هوايي ډگر چارواکي وايي د 34 افغانانو د کډوالۍ غوښتن لیکونه په جرمني کې رد شول او د چارشنبی په ورځ بیرته افغانستان ته ستانه کړی شول. علي حسیني یو له همدغو بیرته ستنو شوو کسانو دی او وايي په جرمنی کې پنځه کاله اوسیدلی، مالیه يي هم ورکوله، خو بیرته یي ځکه افغانستان ته ستون کړ چې د افغانانو دمهاجرت غوښتن لیکونه بند شوو او هغو افغانانو ته چې نه ورکول کیدله باید بیرته ولیږل شي.

جرمني په ۲۰۱۵ کال کې ۸۹۰ زره کډوال ومنل او هڅه يي وکړه چې د کډوالو د زیاتیدو له امله پر غوښتنلیکونو غور ګړندی کړي. په دې کې په خاصه توگه د سوري کډوالو د منل کیدلو احتمال زیات دی ځکه چې په هیواد کې یي کورنۍ جګړه روانه ده.

د افغانستان کډوال، د کډوالۍ د منل کیدلو د شرایطؤ له امله تقریبا په متوسطه حالت کې واقع دي ځکه د افغانستان ډیرې سیمې امن ګڼل کیږي خو ځنی داسی سیمې شته چې خوندي ندي.

د جرمني نه ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي د کابل هوایي ډګر کې ښکته کړل شوو

د اسوشیتیدپرس خبري اژانس راپور کې څرګندیږي چې د جرمني نه د تازه بیرته ستنو شوو کسانو لپاره یي دلیل دا ویلی چې د افغانستان او جرمني ترمنځ پدې اړوند کوم مناسب توافق نلري. په همدې جریان کې ډیر شمیر افغان پناه غوښتونکو زړه ښه کړې چې په خپله خوښه دیوڅه مالی امتیاز په بدل کې خپل هیواد ته ستانه شي.

څو اونۍ مخکې د افغانستان حکومت له جرمني سر د کډوالو د بیرته ستنولو په اړه یوه تفاهمنامه لاسلیک کړله چې د جرمني نه د یو شمیر افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدلو سبب شوه.

د مهاجرت مسله د تیرو څو کلونو راهیسې د اروپایانو لپاره حتی د دوېمې نړیوالې جګړېوروسته همدومره یوه ستره ستونزه گڼل کیږي. په دې کې اکثره پناه غوښتونکي غواړي چې جرمنی، فرانسې او بریتانیه کې پناه واخلي.

په اروپاکې د کډوالو د ځای په ځای کول او د یوځای نه بل ځای ته د لیږلو کار ددې لپاره روان دی چې د کډوالو مسولیت یوازې یو څو هیوادونو ته پاتې نشي. خو دا کوشش وشو چې د سخت ژمي نه مخکې یوشمیر کډوالو ته د استوگنی سم ځای پیدا شي.

د کډوالو لپاره د اروپایي ټولنې کمشنر دیمتري اورومو پالس وایي په یوه میاشت کې ۱۴۰۰ کډوال د یوځای نه بل ته انتقال شوو او تراوسه یي اته زره کډوال ځای پرځای کړي دي. دغه کمشنر وویل په یونان کې يي په هره میاشت کې تقریبا زر تنه کډوال ځای په ځای کړل او په اېتالیا کې دا شمیر دوه برابره شوی دی.