افغان دپلومات: امریکا د افغانستان د سفارت "تدریجي بندیدل" غواړي

په واشنګټن کې د افغانستان لوی سفارت ودانۍ.

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت ځیني دپلوماتان وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو لیک کې د افغان دپلوماتانو غوښتي چې په "تدریجي توګه" د سفارت د تړلو پر سر د امریکا د حکومت سره د رسمي توافقه په هکله خبرې وکړي.

د سفارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته تائید کړه چې د بهرنیو چارو وزارت دا لیک د جنوري د میاشتې په ۲۰ مې سفارت ته ورلیږلی خو ځیني نور بیا وایي چې مکتوب د همدې روانې فبروري د میاشتې په ۱۶مې د افغانستان سفارت ته رسیدلی.

د راپورونو پر اساس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په مکتوب کې داسې ویل شوي چې یوازې په واشنګټن کې د افغانستان لویه سفیره عادله راز کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي او په متحده ایالاتو کې ټول نور افغان دپلوماتان باید خپل کارونه پریږدي.

د واشنګټن دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې میرمن راز د لیک په ځواب کې لیکلي چې که په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې په قونسلګرۍ تړل کیږي او دپلوماتان کار نکوي، دا به هم خپل کار ته دوام ورنه کاندي.

دغې سرچینې همدارنګه ویلي چې عادله راز پخپل لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو د زوارت څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ دې د افغانستان درې رنګی بیرغ ځوړند وي.

خو د سفارت یو بل چارواکي بیا ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت په یو لیک کې د یو شمیر موضوعاتو په هکله د خبرو لپاره یوې غونډې ته ورغوښتي.

ټاکل شوې دا غونډه د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټې وشي.

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي امریکا غږ ته وویل چې په لیک کې د سلا مشورو لپاره غونډې ته وربلل شوي. هغه وویل، " دا چې څرنګه د سفارت کونسلي خدمات دوام پیدا کړي، د سفارت بانکي حسابونه خلاص پاتي شي او د نورو اړونده مسایلو په اړه مشورې وشي، دوي سره د غونډې کولو غوښتنه کړې".

په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې یوې بلي سرچيني هم د نوم نه ښودلو په شرط د لیک ورسیدل تائید کړل خو هغه آوازې یې رد کړلې چې ګواکې دا مکتوب د سفارت د تړلو اړه دی.

دغه چاروکي وویل، "هغه مکتوب چې د امریکا د حکومت لخوا په واشنګټن کې د امریکا سفارت ته راغلی داسې مشخص څه پکې نشته چې سفارت دې وتړل شي، او یا دې خلاص وي".

دغه چارواکي وویل چې لدې وړاندې د افغانستان سفارت د امریکا له حکومت څخه د افغانستان د سفارت بانکي حساب د خلاصولو غوښتنه کړي وه، چې د امریکا حکومت د سفارت د دغه مکتوب په ځواب کې پخپل مکتوب کې پر یاده موضوع د بحث کولو وړاندیز کړی.

دغه افغان دپلومات همدرانګه وویل چې سفارت د افغانستان د کونسلګري خدماتو ته د دوام ورکولو لپاره د متبادلو لارو پر موندلو ټينګار کوي. د افغانستان د سفارت د چارواکو یوه غوښتنه دا هم ده چې په واشنګټن کې د سفارت پر ودانۍ دې د افغانستان درې رنګی بیرغ ځوړند وي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره سم په ګڼ شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ هم د ستونزو سره مخ شوي.

په واشنګټن کې د افغانستان قونسل صفي الله دلاور څه موده وړاندې امریکا غږ ته ویلي و چې ده او همکارانو یې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې تنخواګانې ندي اخیستې او نوي پاسپورتونه هم نشته چې مراجعینو ته یې ورکاندي.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو په څېر په واشنګټن ډي سي کې هم د سفارت کارکونکو د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره له کار کولو نه ډډه کړې ده. افغان دېپلوماتان وايي چې دوي د پخواني جمهوریت استازیتوب کوي.

لدې وړاندې په واشنګټن کې دوو لوړپوړو افغان دپلوماتانو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي امریکاغږ ته ویلي وو، چې په امریکا کې په "سیټی‌بانک" کې افغانستان د سفارت د دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تعلیق شوي دي.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په متحده ایالاتو کې ددې هیواد دپلوماتیک ماموریت له کابل څخه هیڅ پیسې ندي ترلاسه کړي او تر اوسه یې یواځې د کنسلي خدماتو او محصول له لارې چاره کړې ده.

اندېښنه دا ده چې که په واشنګټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي، دا به ا په امریکا کې میشت افغانان د پاسپورتونو او نورو کونسلي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.