امریکا: انتخاباتي کمیسیونونه دې خپل کار ته پریښودل شي

د رایو شمېرنه

امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو نه غواړي چې په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې د انتخاباتو د کمیسیونو سره یې کړېدي.

امریکا وايي چې د دواړو کاندیدانو سره په تماس کې ده او د انتخاباتو کمیسیونو ته باید وخت ورکړل شي چې خپل کار وکړي.


دغه خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي جیمز ډوبېنز د امریکا د سنا د جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ په راغوښتل شوي غونډې کې وکړي.

ښاغلي ډوبېنز وویل: «زموږ نظر دا دی چې د انتخاباتو د ادارو سره دې مرسته وشي او وخت ورکړل شي چې خپل کار وکړي. په دې کې شک نه شته چې درغلۍ شوې دي. د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د پام وړ درغلۍ شویدي. په کې شک نه شته چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې به هم درغلۍ شوې وي. میکانیزمونه شته چې د درغلیو په اړه شکایت وشي او بیا [د درغلیو د قضیو سره] چلند وشي او میکانیزمونو ته باید وخت ورکړل شي چې کار وکړي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل چې امریکا د دواړو کاندیدانو سره په تماس کې ده او ورنه غواړي چې د انتخاباتو د ادارو سره مرسته وکړي.

ښاغلي ډوبېنز تاکید وکړ چې د رایېو د شمیرنې د پروسې څخه نړیوال ناظرین نظارت کوي او دواړو کاندایدان هم د خپلو ژمنو په اساس، چې د انتخاباتو د کمیسیونو سره یې کړیدي، د دغه جریان څخه نظارت کولای شي.

اد انتخاباتو ادارو ته دې وخت ورکړل شي چې خپل کار وکړي

جیمز ډوبېنز وویل: « موږ د دواړو خواوو نه غواړو چې د انتخاباتو د ادارو سره همکاري وکړي او موږ د دغه خلاف د اقدام په اړه خواشیني یو.»

هغه وایي« موږ د دواړو کاندیدانو سره په منظمه توګه خبرې کوو. موږ غواړو چې دوی د یو بل سره هم، په مستقیمه توګه یا هم په غیر مستقیمه توګه، په تماس کې وي. واضح ده، چې موږ د انتخاباتو د ادارو سره خبرې کوو. نړیواله ټولنه خپل ناظرین لري چې د رایېو د شمیرولو د پروسې نه نظارت کوي.

«لکه چې دواړه کاندیدانو ژمنه کړې ده چې د پروسې په جریان کې به دغه کار [نظارت] کوي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل چې امریکا د کرزي سره په تماس کې ده. هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو په اړه ولسمشر کرزي په مسولیت سره کار کړی دی او دواړه کاندیدان یې دې ته هڅولي چې خپلو انتخاباتي هڅو ته دوام ورکړي.


د افغانستان او پاکستان لپاره، د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبینز او د آسیا او آرام سمندر د سیمې د امنیتي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت موقت مرستیالې، کیلي میګسامین د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان په اړه د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ په استعماعیه غونډه کې د سناتورانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل.

دغو دوو امریکايي چارواکو وویل چې په افغانستان کې د فساد په خلاف مبارزه او د اقتصاد ښه والی دومره مهم وو چې په انتخاباتي کمپاینونو کې هم ډیر بحثونه ورباندې وشول.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي ډوبینز وویل، دا چې د نړیوالو مرستو ادامه په دې پورې اړه لري چې د افغانستان حکومت اصلاحات راولي، په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره زمینه برابروي.


په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په اړه، د امریکا خاص استازي ښاغلي ډوبېنز سناتورانو ته وویل چې د پاکستان صدراعظم، د پوځ مشر او نورو چارواکو ورته اطمینان ورکړی چې د حقانې د شبکې په شمول به د ټولو وسله والو ډلو سره یو شان برخورد کوي.