احمدزی: خبره د موازي حکومت جوړولو ته نه رسیږي

د افغانستان د جمهوري ریاست یو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی چې د جوزا د میاشتې په ټاکنو کې یې د ابتدایي پایلو له مخې د خپل سیال عبدالله عبدالله نه د یو میلون نه زیاتي رایې اخیستی دي، د سه شنبې په ماښام په خپل کورکې یو خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل چې ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د دوشنبې د ورځې اعلان شوي پایلې منلي او تمه لري چې ددغه کمیسیون له خوا به وروستۍ پایلې هم په ټاکلې نیټه اعلان شي.

ښاغلي احمدزي چې د ښاغلي عبدالله له خوا د لویې جرګې په خیمه کې د یوې لویې غونډې د جوړیدلو څو ساعته وروسته یې په خپل کور کې خبریالانو سره خبرې کولې، د ښاغلي عبدالله لخوا د موازي حکومت د جوړیدلو د ګواښ په هکله وویل چې، دې باور لري چې خبره به موازي حکومت جوړیدلو ته ونه رسیږې.

ښاغلي احمدزي وویل " ډاکټر صاحب عبدالله یو ملي او د احترام وړ شحصیت دې، زه باور لرم کار به د موازي حکومت جوړیدلو ته ونه رسیږې. مونږ ټول د افغانستان د ملت په وړاندې مسول یو، افغانستان یو واحد او یو موټې ملت دی، د افغانستان خلک د یو دولت غوښتونکي دي."

ښاغلي احمدزي کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په باب چې ښاغلي عبدالله نن په خپله غونډه کې یې یادونه وکړه، وویل چې دده ټیم کابل ته د ښاغلي کېري د سفر هرکلۍ کوي.

ښاغلي احمدزي وویل " د امریکا د بهرنیو چارو محترم وزیرما سره وغږیده، څو واره ما سره غږیدلې لکه چې محترم داکټر صاحب عبدالله سره غږیدلې دی، د امریکا د دولت په پالیسۍ کې توازن دی، هدف د افغانستان ثبات او ښوالې دی، نه کومه داچې کومه خاصه طرحه عملي شي. مونږ هیله لرو چې دوی تشریف راوړې او وکړای شي چې منځګړیتوب وکړي."

ښاغلي احمدزي وویل چې د ټولو نه مهمه خبره پخپله د افغانانو مسولیت دی چې یو بل سره خبرې وکړي تر څو یوې عمومي تړون ته سره ورسیږې.

د جمهوري ریاست دغه کاندید په خپل سیال ښاغلي عبدالله غږ وکړ چې د ټاکنو بهیر ته ورستون شي.

ښاغلي احمدزي وویل چې د ښاغلي عبدالله هغه وړاندیز یې منلې چې له مخې به یې د رایو د ۷۱۰۰ محلونو رایې بیا وشمیرل شي.

ښاغلي احمدزي وویل اوس چې د لومړنۍ پایلې اعلان شوي، دده ټیم د وروستیو پایلو د اعلان په تمه دی.