د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله: د جمعې په ورځ جان کېري کابل ته راځي


عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې خپلو په زرګونو پلویانو ته د وینا په حال کې
عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې خپلو په زرګونو پلویانو ته د وینا په حال کې

د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله نن خپلو پلویانو ته وویل، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره یې د افغانستان د ټاکنو په هکله په ټلیفون خبرې کړي او ټاکل شوې د نورو خبرو لپاره به جان کېری د جمعې په ورځ کابل ته راشي.

هغه وویل جان کېري ورته ویلي، چې له هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي او ددې غوښتونکی دی چې ناپاکې رايې له پاکو رایو جلا شي.

عبدالله عبدالله چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان و نه مانه او وې ویل چې دی د ټاکنو د کمیسیون د لومړنیو پایلو اعلان نه مني، غندي یې او ردوي یې.

ښاغلي عبدالله وویل، چې د لومړنیو پایلو اعلان د حکومت، کمیسیونونو او دده مقابل ټاکنیز ټیم کړی، چې ده د ارگ مثلث یاد کړ.

عبدالله وویل چې له شک پرته د ټاکنو ګټونکی دی، هیڅ راز فشار او ګواښ نه مني او خپلو پلویانو ته یې وویل، ستاسې د خوښې حکومت به اعلان شي او وينا یې دا وه چې تقلبي حکومت نه مني.

ښاغلي عبدالله وویل " له مونږ نه خلک غواړي چې خپل حکومت ژر اعلان کړو، ستاسې حکومت به ژر اعلان شي."

د ښاغلي عبدالله پلویانو د ولسمشر حامد کرزي عکس هم څېرې کړ، چې بیا ښاغلي عبدالله وویل چې پدې کار خفه دی.

هغه وویل، په یو غږ د ټول هیواد بڼه بدلولی شي او هیڅوک په ملي او نړیواله کچه دوی له پامه نشي غورځولای.

ښاغليعبدالله وویل، که ټوټې ټوټې هم شي له خپلې غوښتنې نه تیریږي.

هغه وویل، چې هیواد بحران ته نه بیايي، خپلمنځي جګړه نه کوي، نه غواړي افغانستان تجزیه شي، او واحد افغانستان غواړي.

ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په پای کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ده ته څو ورځې وخت ورکړي ترڅو سلا وکړي او پرېکړې ته ورسیږې.

هغه د لویې جرګې په خیمه کې خپلو په زرګونو پلویانو ته په داسې حال کې وینا کوله چې د هغه د ټیم په لسګونو ملاتړي هم خاضر وو.

XS
SM
MD
LG