امریکايي کارپوه: ټاکنو کې د شفافیت نشتوالی د طالبانو په ګټه تمامېږي

افغانستان کې نن ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

یو امریکايي کارپوه وايي، په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ او د شفافیت نشتوالی به د طالبانو په ګټه تمام شي.

د امریکا د اردو تقاعد شوي ډګروال ډاکټر لارنس سلین، چې په افغانستان کې هم خدمت کړی دی، د امریکا غږ له خبریال میرویس رحماني سره مرکه کې ویلي، تر څو چې پر طالبانو زیات فشار رانه وړل شي، دغه ډله به له افغان حکومت سره خبرو ته حاضره نشي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او زیاتوي چې پاکستانیان په دې باور دي، چې هغوی د طالبانو له لارې په افغانستان کې د جګړې له لارې ګټونکي دي.

دغه امریکايي کارپوه وویل، چې له افغان حکومت سره د مذاکراتو په هدف طالبانو باندې باید زیات فشار راوړل شي، د نوموړي په خبره، ځکه طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته هېڅ لېوالتیا نه لري او یوازې د «امارت» د بېرته ټینګېدو غوښتونکي دي.