په البانیا کې ایسار افغانان امریکا ته د تللو په تمه دي

په سلګونو هغه افغان کډوال چې یو کال وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له هېواد څخه وتلي وو، په البانیا کې بند پاتې دي. دوی متحده ایالتونو ته د دایمي تګ د ژمنې د عملي کېدو په تمه دي.

د البانیا له پلازمینې تېرانې نه ۷۰ کېلومتره لیرې په شېنګجین کې ایسار شوي ډیری افغانان د خپل هېواد په اړه په رسنیو کې پر خپرېدونکو راپورونو او خبرونو فکر کوي.

ډېری یې وايي چې له افغانستان څخه خپرېدونکو خبرونو او په امریکا کې د مېشت کېدو د پروسې لپاره اوږد انتظار دوی ستړي کړي دي خو هیله یې له لاسه نده ورکړې.

فیروز معشوف چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند و ، اوس له خپلې میرمنې او دوو اونیو ماشوم سره په البانیا کې دی. وايي، مور او پلار یې په هرات کې پاتې دي.

هغه زیاته کړه: "زه تل فکر کوم چې هر څه مو له لاسه ورکړل او حتی لږ څه چې مو درلودل د اګست په پنځلسمه (کله چې طالبانو تیر کال واک تر لاسه کړ) له موږ څخه واخیستل شو. اوس زه یوازې دا هیله لرم چې زما لور به له جګړې څخه لیرې لویه شي... زه نه غواړم زما لور هغه څه تجربه کړي چې موږ تجربه کړي، دا اوس زما د ژوند تر ټولو لوی هدف دی."

معشوف اوس په البانیا کې پناه اخیستې ده او تمه لري چې هغه به هلته د لږ وخت لپاره پاتې شي.

معشوف چې لا هم ځان په رسمي ډول د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند ګڼي، وویل چې د ژوند تېر یو کال یې له "سختو ورځو" ډک وو.

د کابل اوسېدونکې ۲۳ کلنه پاریسه وحیدي هم په هغو کسانو کې ده چې په البانیا کې انتظار باسي. هغه وايي دې ته خواشینې ده چې یوازې ده، راتلونکی یې ناڅرګند دی او کورنۍ یې په افغانستان کې پاتې ده.

څه د پاسه ۲۴۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ کال په اګست او سپتمبر کې البانیا ته کډه شول او په شینګجین او دوریس ښارګوټو کې ورته لنډمهاله پناه ورکړل شوه.

د متحده ایالتونو او نورو هیوادونو غیر دولتي سازمانونو د دوی د ځای په ځای کولو په برخه کې مالي ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې پخوانۍ غړې رابعه یعقوبي بیا په البانیا کې له ژوند څخه تر یوې اندازې راضي بريښي. هغه په یوه رستورانت کې کار کوي او وايي خپل تمرین ته یې ادامه ورکړې ده.

هغې وویل: "دلته ژوند ښه دی. زه تمرین کولی شم که څه هم موږ مناسب میدانونه او وسایل نه لرو، خو بیا هم موږ دلته د سپورت میدان ته راځو او تمرین کوو."

د البانیا حکومت هغه وخت ویلي وو چې امریکا ته د کډوالو تر لېږد وړاندې، دوی لږ تر لږه د یوه کال لپاره په زرګونو افغانانو ته پناه ورکولای شي. دغه حکومت اوس مهال ژمنه کړې چې که د امریکا د ویزو اخیستلو پروسه وخت اخلي نو دوی د یو کال نه د زیاتې مودې دپاره هم کډوال ساتلای شي.