امریکا کې د افغانانو د بشردوستانه اوسېدو د مودې غځولو بهیر پیلیږي

امریکا ته تازه راغلي افغانان چې د بشردوستانه میشتېدنې دوه کلنه موده یې په پوره کېدو ده، ددې اونۍ له نیمايي څخه وروسته کولی شي په امریکا کې د خپل قانوني ژوند او کار د دوام دپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د مۍ په پیل کې اعلان وکړ چې په شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، کولای شي د جون په میاشت کې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کیدو لپاره درخواستونه وسپاري.

وزارت همدرانګه د افغانانو څخه غوښتي چې په امریکا کې د دایمي پاتې کیدو لپاره که په شرایطو برابر وي، د ځانګړو ویزو او یا پناه اخیستو بهیر دې تعقیب کړي او هم دې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو په ویب سایټ کې د ځانونو لپاره حسابونه پرانیزي. د دې افغانانو د غوښتنلیکونو د اخیستو دپاره د امریکا په مختلفو برخو کې پنځه ځانګړي مرکزونو پرانستل شوي دي.

امریکا میشت افغان کارپوهان د ولسشمر بایډن د ادارې دا ګام د نوو راغلو افغانانو دپاره ښه زیري بولي چې ورسره به د بشردوستانه لنډمهالو ویزو لرونکو افغانانو ځینې انديښنې لیرې شي.

د نبراسکا پوهنتون د افغانستان د څېړنیز مرکز مشر شیر جان احمدزی وايي، که دا نوی پلان نه وای اعلان شوی نو افغانان به د ډیرو قانوني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي وای. نوموړی وايي: "د نوو راغلو افغانانو دپاره د کومې ټاکلې پالیسۍ په نه شتون کې ضروري ګڼل کیده چې داسې فرصت برابر شي. د دې سره به افغانانو د اوسیدو موده وغځول شي او دوی به بې تشویشه خپل ژوند ته دوام ورکړي."

د متحده ایالاتو د حکومت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي چې یو شمېر یې د دوو کلونو دپاره په امریکا کې میشت شوي دي.

دا هم ولولئ واشنګټن امریکا ته د واجد شرایط افغانانو د کډوالۍ دپاره ځانګړې پاڼه پرانیستله

په امریکا کې د هغو افغانانو او د هغوی د هغوی د میشتولو او ورسره د مرستې دپاره "د افغان اډجسټمن اکټ" په نوم لایحه د تصویب دپاره د امریکا کانګرس ته وړاندې شوې ده.

د "هیومن فرسټ" خیریه ټولنې مشر صفي رووف چې ددې لایحې د وړاندې کولو په برخه کې یې هڅې کړي دي، وايي:"موږ غوښتل چې د افغان ایډجسټمینټ اکټ د قانوني لایحې د وړاندې کولو سره دلته راغلو نوو راغلو افغانانو او افغانستان کې پاتې هغو افغانانو مشکلات حل شي د امریکا د ویزو په انتظار دي."

اوس د جون د میاشتې په درشل کې په امریکا کې د افغانانو د حقوقو مبارزین په بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو غږ کوي چې د امریکا د حکومت لخوا ورکول کیدونکي نوي فرصت څخه ګټه واخلي او پخپلو عریضو کار پیل کړي.

د کډوالو د حقونو ملاتړی احمدالله صدیقي وايي: "دا نوی اعلان شوی پروګرام د نوو راغلو افغانانو دپاره ډیر ګټور دی ترڅو راتلونکو دوه کالو دپاره بې تشویشه امریکا کې پاتې او د خپلې دایمې پاتې کیدنې دپاره په عریضو کار او ورته انتظار وکړي."