د ممثلې شيرین ګل درملنه د اروپا پر ځای هرات کې وشوه

افغان وتلې هنرمنده حمیده عبدالله

نومیالۍ افغان ممثله حمیده عبدالله چې په شیرین ګل پرسوز هم مشهوره ده هرات ته د تشي عملیاتو لپاره تللې وه.

ځينو خلکو ته دا جالبه ده چې مېرمن شیرین ګل ولې له اروپا نه د درمنلې لپاره افغانستان او بیا هرات ته تللې وه.

مېرمن شیرين ګل وايي چې هغه او زوی یې دواړو ددې لپاره هرات ته د تشي د عملیاتو لپاره راغلي وو چې په ارپوا ددې عملیاتو لپاره ډیر وخت ته اړتیا وه.

​هغې د ازادي رادیو ته ویلي وو چې په اروپا کې یې باید د تشي پیوند عملیاتو ته لږ تر لږه ۸ کاله صبر کړی وای، ځکه په روغتونونو کې د دې عملیاتو مراجعین ډېر دي، خو په افغانستان کې دا ستونزه نشته.

له بلې خوا په اروپا کې ددغو عملیاتو لگښت خورا زیات دی چې په هرات کې د دوی د عملیاتو په پرتله دوه چنده پیسې پرې لگیږي.

هغې د ډاکټرانو درملنه ستايلې او وایي "د چا تمه هم نه وه چې له دې عملیاتو به ژوندۍ ووځم خو زما عملیات ډېر په بریالیتوب پای ته ورسېدل."

میرمن حمیده له عملیاتو وروسته څو ورځې مخکې بیرته سویډن ته رسېدلې ده چیرته چې هغه د شلو کلونو راهیسې ژوند کوي.

حمیده عبدالله د خپل ژوند لویه برخه د افغانستان په ملي رادیو، تلویزیون، تیاتر او سینما کې د تمثیل په هنر تېره کړې ده.

میرمن حمیدې د افغانستان په ملي رادیو تلویزیون کې د استاد رفیق صادق، عزیزالله هدف، عظیم جسور، احد عزیززاده، مشعل هنریار، ف عبادي، حاجي محمد کامران، قدیري، واسع صریر، زرغونه رفاه او انیسه وهاب په شان نومیالیو هنرمندانو سره گډ کار کړی دی.

د رادیو افغانستان یو شمیر پخواني ممثلین چې د میرمن حمیدې همکاران وو

هغې د نومیالي افغان ممثل حاجي کامران سره د "شیر آقا او شیرین ګل مهاجرت" په فلم کې کار کړی و چې ډېريو افغانانو ته دا فلم په زړه پورې و. فلم په روسیه کې تولید شوی و.

حمیده عبدالله ۶۵ کلنه ده، خو لا هم خپلو هنري کارونو ته دوام ورکوي. هغه په سویډن کې د خپل هنري فعالیت په اړه وایي "په سویدن کې افغان هنرمندان نشته کامران (د حمیدې پخوانی همکار) په امریکا کې دی، سويدن کې ځينې افغانانو رانه په کلکه غوښتنه وکړه چې باید هغوی ته تمثيل وکړم، ما هم ومنله او ځينې تمثیلې ټوټې مې ورته ثمثیل کړې."

هغه له افغان ځوانانو غواړي چې هنر او فرهنگ ته وده ورکړي "افغانستان کې هنر او فرهنګ له منځه تللي خو زموږ ځوانان په صداقت کار کوي په دوی باید پانګه اچونه وشي."