د کندوز په عملیاتو کې ۱۳۸ وسله وال مخالفین وژل شوي

په کندوز ولایت کې د تیرو دریو میاشتو راپدیخوا امنیتي عملیات روان دي.

په کندوز کې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د افغان ځواکونو عملیات ګړندي شوي د کندوز د امنیې قوماندان په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په تیرو لسو ورځو کې یې مخالفینو ته درانه تلفات اړولي او ټول مرستندویه وسله وال یې چې له نورو ولایتونو څخه راغلي وو وژل شوي دي.

هغه وویل چې په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، او څلور هاموي ټانکونه یې له درنو وسلو سره تخریب شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي وویل " د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۳۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰۰ تنه یې ټپیان شوي دي، ددغو وژل شویو وسله والو زیات شمیر یې له تخار او ګاونډیو ولایتونو څخه د جګړې مرستې ته راغلي وو، دغو وژل شویو کې د طالبان قوماندان هم شامل دي."

هغه وايي چې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي " د روانې میاشتې له اووم تاریخ راپه دیخوا په عملیاتو کې د ملي اردو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ۱۵ تنه سرتیري وژل شوي دي."

هغه زیاتوي چې په کندوز او ولسوالیو کې د طالبانو مرکزونه له منځه وړل شوي او دا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره مهمه خبره ده:" په امام صاحب کې د طالبانو د راټولیدو مرکزونه له منځه وړل شوي، او ددوي کومکي کسان وژل شوي او له افغان ځواکونو څخه نیولي څلور هاموي مرمۍ ضد وسایط یې تخریب شوي دي."

هغه وویل بیګا شپه هم افغان ځواکونو عملیات کړي او د مخالفینو۱۲ تنه وسله وال یې په عملیاتو کې وژلي دي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی نثار وايي چې اوس په ښار کې ډاډه ګرځي او له چاودنو او جګړو څخه ویره نه لري ځکه چې اوس د ښار امنیت هم ښه شوی دی: " د خلکو ویره اوس کمه شوې ده، د ښار په داخل کې د ګرځیدو پر وخت له چاودنو څخه ویره نه لرو، د امنیتي وضعیت په اړه اوس خلک یو څه مطمین شوي دي."

له بلې خوا د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي مطبوعاتو ته یې په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د خپل یو تن وسله وال طالبان وژل کیدل او د دریو نورو ټپي کیدو خبر ورکوي، خو زیاتوي چې ددوي طرفدارو پنځه تنه افغان سرتیري وژلي دي او ۳ هاموی یې تخریب کړي دي.