د بغلان ډنډ شهاب‌الدین کې د افغان ځواکونو پرمختګ

د بغلان د ډنډ شهاب الدین سیمه د دغه ولایت یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې افغان ځواکونو په کې عملیات پیل کړي.

د بغلان ولایت د پولیسو د امنیت آمر عبدالرشید بشیر امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، په ډنډ شهاب‌الدین کې افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی او هغه سیمه یې له مخالفینو څخه نیولې، چې د برېښنا خرابې شوې ستنې په کې موقعیت لري.

د عبدالرشید بشیر پر وینا، په دې سیمه کې لا هم د وسله‌والو مخالفینو خطره شته او تر اوسه یې د برېښنا شرکت تخنیکي ډلې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د برېښنا ستنه بیا ورغوي.

د بغلان د پولیسو د امنیت آمر وویل، چې د ډنډ شهاب‌الدین سیمه کې، د افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر دې مهال د حکومت ضد ۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا د برېښنا شرکت مسئولین وايي، د هغوی تخنیکي ډله په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د ورانې شوې ستنې څخه په دوه نیم کیلو مټر لرې واټن کې د امنیتي ځواکونو د اجازې په تمه ده.

د دغه شرکت عملیاتي رئیس احمد شکیب نثار امریکا غږ ته وویل، له دوو ورځو راهیسې د برېښنا شرکت ۲۵ کسیزه تخنیکي ډله د چشمه‌ی شیر سیمې په باغ شمال ښوونځي کې د امنیتي ځواکونو لخوا تم شوې ده.

هغه وویل "که موږ ته اجازه راکړل شي نو په شپږو ساعتونو کې به د کابل برېښنا وصل کړو او وروسته به د برېښنا لوېدلې پایه چې دوه درې ورځې وخت نیسي بیرته ودروو او ستونزه به حل کړو."

شکیب نثار زیاته کړه، چې په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

له هغې وروسته چې درې اونۍ مخکې د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا ستنه په بمونو والوزول شوه، د پلازمینې کابل په ګډون د یو شمیر نورو ولایتونو اوسیدونکي هم له برېښنا محروم شول.

د برېښنا کموالي د کابل د اوسیدونکو ژوند تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

دا مهال کابل مېشتو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا رسیږي.