افغان ځواکونو د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز له طالبانو بیرته نیولی

طالبانو په تیره یوه میاشت کې دوه ځلې د جاني خیلو ولسوالۍ له افغان ځواکونو نیولې وه، چې تیره شپه بیرته د افغان ځواکونو لاس ورغی.

د پکتيا ولایتي چارواکي وايي،افغان امنيتي ځواکونوو د دوو ورځو سختو جګړو وروسته تیره شپه د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ مرکز بېرته له وسله والو طالبانو نيولی دی.

چارواکي وایي په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته درانه ځاني تلفات اوښتي دي.

د جاني خېلو د ولسوالۍ پرمرکز وسله والو طالبانو د تېرې جولای مياشتې په ۲۴ نيټه بريدونه پيل کړل، چې تر نن پورې يې له افغان امنيتي ځواکونو سره سختې جګړې وکړې.

د يوې مياشتې په دغه اوږده جګړه طالبان دوه ځلې په دې بريالي شول، چې د دې ولسوالۍ مرکز ونيسي، خو نن حکومتي چارواکو خبر ورکړ، چې تېره شپه يې د ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نيولی دی.

په پکتيا کې د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد امريکاغږ ته وويل، چې د تېرو څو ورځو پرلپسې هوايي بريدونو او ځمکنيو نظامي عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاسوال شیرزاد وويل: ” په دغو عملياتو کې تر ۳۰۰ ډېر طالبان چې بهرني جنګيالي په ځانګړي ډول پاکستاني اتباع هم په کې شامل دي، وژل شوي دي. بې شمېره وسايط او وسلې يې هم حکومتي سرتېرو ته په لاس ورغلې دي‟.

د تېر يو کال راهيسې دا دريم ځل و، چې د جاني خېل ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی و. دوه ځلې په دې وروستۍ يوه مياشت کې او يو ځل تېر ۲۰۱۶ ميلادي کال طالبانو په ولکه کې اخيستی و.

خو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، چې د ولسوالۍ د ساتلو لپاره يې پر ځانګړو نظامي پلانونو کار کړی او طالبان به بيا ونه شي کولای، چې د ولسوالۍ کنترول په لاس کې واخلي.

طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ له لاسه وتلو په هکله د حکومت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د افغان ځواکونو په شا کیدل

د بلې خوا طالبانو د پکتيکا ولایت د ګومل د سرحدي ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې دا ولسوالۍ یې تېره شپه له سختې جګړې وروسته له حکومت څخه نيولې ده.

طالبانو ویلي چې افغان ځواکونه د دغې ولسوالۍ څخه د شپې په تیاره کې وتلي دي.

همداشان طالبانو ادعا کړې چې په دغه جګړه کې یې افغان امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې اوس دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالب وسله والو په لاس کې ده.

د طالبانو بیان کې ویل شوي " د ولسوالۍ دنیولو په عملیاتو کې یو شمیر مجاهدین هم شهیدان او ټپیان شول.اوس مهال مجاهدین د ولسوالۍ په مرکز او ټوله سیمه بشپړ کنټرول لری".

خو د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس بختيار ګل ځدراڼ او ولايتي حکومتي چارواکي وايي، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه امنيتي ځواکونه په خپله شا ته تللي دي.

بختيارګل ځدراڼ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، له دې کبله چې د تېرو شاوخوا دريو اوونيو جګړو په ترڅ کې د ولسوالۍ وداني تخريب شوې ده، د ترميم لپاره يې امنيتي سرتېري درې کيلومتره لېرې د سرحدي پوليسو اډې ته په شا شوي دي.