افغان ځواکونو سږکال د مخدره موادو ۱۵۰۰ قاچاقبران نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د روان لمریز کال په پنځو میاشتو کې د مخدره موادو څه باندې ۱۵۰۰ قاچاقبران نیولي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار د دوشنبې په ورځ (زمري ۱۵) له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د رزمي لوبغاړو د هڅو د ستاینې په یوه غونډه کې وویل، چې پولیسو په تیرو پنځو میاشتو کې د مخدره موادو د کاروبار د مخنیوي لپاره د افغانستان په کچه ۱۳۰۰ عملیات ترسره کړي دي.

جنرال بختیار زیاته کړه "له ۱۵۰۰ څخه زیات قاچاقبران مو ونیول، چې په کې لوی، متوسط او واړه قاچاقبران شامل دي، ستونزې ته په کتو که څه هم موږ د کمیت له لحاظه ډير کوچني یو خو هره ورځ چې تیریږي زموږ د کار کیفیت ډیر عالي دی، د محبسونو د ریاست د سروې له مخې، په زندانونو کې نږدې دیرش فیصده بندیان د مخدره موادو قاچاقبران دي".

د کورنیو چارو وزارت د معین پر وینا د روان کال له پیل څخه تر اوسه پولیسو په دغو عملیاتو کې له ۱۰۷ ټُنو څخه زیات مخدره مواد هم نیولي دي.

ښاغلي بختیار دغه راز وویل، چې پولیسو په کابل کې د مخدره موادو د کاروبار او استعمال لوی مرکزونه هم له منځه وړي دي.

هغه وویل، چې اوس د کابل ښار بنايي، واصل‌آباد او پُل سوخته سیمې د مخدره موادو د پلورونکو او استعمالوونکو له موجودیت څخه پاکې شوې دي.