فاریاب کې په جګړو کې ۵۴ طالب وسله وال وژل شوي

عکس: ارشیف

د افغان ملي پوځ کاروان چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ نه د قیصار ولسوالۍ پر لور روان و طالبانو پرې د دوشنبې په سهار (اگست ٢٧) حمله وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه نښته د دوشنبې د سهار په شاوخوا ۹:۱۵ بجې د غوراچ ولسوالۍ د چهل گزي په ساحه کې شوې ده. د اعلامیې له مخې یاد شوي کاروان د افغان هوایي ځواک په ملاتړ طالبان "سخت کوبلي" دي.

د افغانستان په شمال کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي د امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دغه ٣٥٠ کسیز پوځي کاروان د لارې په اوږدو کې مایونه ایښي وو.

ښاغلي رضایي ویلي دي چې پدغه نښته کې د ملي اردو درې سرتیري او د طالبانو ٥۴ جنگیالي وژل شوي دي. هغه همداشان وویل چې اوس دغه کاروان د قیصار ولسوالۍ ته رسیدلی دی.

تر اوسه نده څرگنده شوې چې آیا په دې جگړه کې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې او که نه.

د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیې نه ده واضیح کړې چې د ملي اردو کاروان په کوم مقصد د قیصار ولسوالۍ ته روان و، خو یو شمیر ولایتي مقاماتو ویلي چې ځواکونه د غورماچ ولسوالۍ نه د وتلو په حال کې وو.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب امریکا غږ ته ویلي چې د قواو د کموالي او امنیتي گواښونو د زیاتیدو په وجه ځواکونه د غورماچ ولسوالۍ نه ووتل.

ښاغلي سیلاب زیاته کړه، د ملي اردو کاروان چې د شاهین قول اردو پورې مربوط دی باید ساحه خوشې کړی وای او مسؤلیت یې د هرات د ظفر قول اردو یو کنډک ته سپارلی وای. خو د امریکا غږ خبریال رپوټ ورکوي چې تر اوسه د ظفر قول اردو کنډک پدې ولسوالۍ کې ندی ځای پر ځای شوی.

د طالبانو یو ویاند په ټویټر کې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې پدې حمله کې یې د ملي اردو څو وسایط تخریب کړي دي او یو شمیر نور وسایط او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.