افغان ځواکونو د هلمند د ناوې ولسوالۍ بیرته ونیوله

نهه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند د ناوې ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

د هلمند په ولایت کې د میوند ۲۱۵ قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي وايي، چې افغان خواکونه نن سهارد ناوې ولسوالۍ مرکز نه ننوتلي دي او دا ولسوالۍ یې په خپل کنټرول کې راوستې ده.

افغان ځواکونو د ناوې د ولسوالۍ د نیولو لپاره د شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخه عملیات پیل کړي وو.

نهه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو دا ولسوالۍ له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان او د ناوې ولسوالۍ د نیول کیدو د عملیاتو مسئول تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ګډ افغان ځواکونه نن سهار ۹ بجې د ولسوالۍ مرکز ته داخل شو.

جنرال احمدزي وویل " ټوله شپه مو عملیات دوامداره ساتلي وو، نن سهار نهه بجې د ناوې ولسوالۍ مرکز خلچ ته ورسیدو او ټول تاسیسات مو تصفیه کړه ځینی تاسیسات چې وسله والو ماینونه په کې ځای پر ځای کړي و، هغه مو له منځه وړي".

افغان امنیتي چارواکي وايی په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونوهم افغان ځواکونو سره د هوایي ملاتړ د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.

ناوه ولسوالۍ د لښکرګاه ښار په جنوبي ۳۰ کیلو میترۍ کې پرته ده.

جنرال احمدزی وايي، چي په روانو پوځي عملیاتو کې تیره شپه د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي ځواک د بریدونو په ترځ کې د وسله والو طالبانو درې مهم مرکزونه په نښه شوي چې له شلو زیات وسله وال په کې وژل شوي.

جنرال احمدزي، د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وويل چې له تیرې شپې راهیسې بیا تر نن سهار پورې چې دوی د ولسوالۍ مرکز ته ننوتل هیڅ تلفات نلري.

ناوه ولسوالي له زراعتي پلوه هم په هلمند کې مشهوره ولسوالۍ ده چې اوس يې د انګورو په شمول د تازه میوو حاصلات هم رسیدلي دي.

د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا رئیس حاجي عتیق الله بارک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځايي خلک د عملیاتو ملاتړي دي خو له دولت څخه غواړي چې د عملیاتو په ترځ کې نیول شوي سیمې وساتي.

ښاغلي بارک زیاته کړه چې "د ناوې ولسوالۍ سل ګونه کورنۍ بېځایه شوي او کرنیزي ځمکې ورڅخه پاته شوي نو تر عملیاتو وروسته امنیت ساتل ډير مهم دي".

وسله والو طالبانو د حکومتي قواوو په لاس د ناوې ولسوالۍ د نیول کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.