نورستان دوانت وایګل ولسوالي بیرته افغان ځواکونو ونیوله

دا ولسوالۍ د جمعې د ورځې په سهار طالبانو د یوې جګړې وروسته نیولې وه چې افغان ځواکونو بیرته په همغه ورځ له طالبانو ونیوله

دنورستان چارواکو ویلي،چې دوانت وایګل ولسوالۍ په دوه ورځینۍ جګړه کې ۴۱ کسان وژل شوي او تر پنځوسو ټپیان شوي دي.

دغه ولسوالۍ تېره ورځ سهار په اتو بجو تر دوه ساعته جګړې وروسته وسله والو طالبانو نیولې وه،چې تېر ماښام په شپږو بجو بېرته حکومت ونیوله.

دنورستان والي حافظ عبد القیوم امریکا غږ ته وویل،چې په دغه جګړه کې اتلس پولیس او درویشت وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي ،چې په دجنګ په ترڅ کې ۲۳ حکومتي ځواکونه او تر ۲۵ ډېر طالبان ټپیان شوي هم دي.

والي حافظ قیوم زیاتوي،چې دجګړې په سیمه کې پاتې شوي اته هاموای موټرې او دولس داشکې هم بېرته روغې جوړې دپولیسو لاس ته ورغلي دي.

که څه هم په لومړي سر کې ځینو چارواکو ویلي و،چې دلسګونو خلکو کورنو ته اورونه اچول شوي،خو دنورستان والي وايي یواځې دشپږو حکومتي منسوبینو کورنه وسله والو سوځولي دي.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،چې په دغه جګړه کې یې ۳۵ حکومتي سرتیري وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

هغه وايي ولسوالي لاهم دطالبانو په ولکه کې ده .

تېره ورځ دجګړې له سیمې ګڼ حکومتي عسکر ،چې ځینې پکې دعمر له پلوه کوچنیانو و،خو حکومتي دریشۍ یې په تن وې دجګړې له سیمې یې ځانونه دماڼوګي ولسوالۍ ته رارسولي وو ،امریکا غږ ته وویل چې مرمۍ یې خلاصې کړې وې،نوې قوه ور ونه رسېده ځکه یېد جګړې له میدانه تېښتنه غوره وګڼله .

دنورستان دولایتي شورا رییس سعد الله پاینده زوی امریکا غږ ته وویل،چې که په دغه ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات ونه شي نو دا احتمال شته،چې بیا به طالبان دا ولسوالۍ ونیسي او بیا به د نورستان مرکز پارون هم تر برید لاندې راولي.

وانت وایګل هغه ولسوالۍ ده،چې مخکې هم طالبانو نیولې وه او شاوخوا څلور کاله دوسله والو طالبانو سره وه،خو درې کاله وړاندې حکومت بېرته ونیوله .