فراه والي : طالبان د فراه له ښار څخه ایستل شوي

وسله وال طالبان د سه شنبې د ورخې په سهار د فراه ولایت د مرکز ځینو برخو ته په ننوتلو بریالي شوي وو.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې طالب وسله وال نن د چهار شنبې د ورځې په سهار ( غوایي ۲۶ مه) د فراه له مرکز څخه وتلي دي.

جنرال عبدالبصیر سالنګي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن سهار پنځه بجې د فراه د ښار ټولې برخې د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې راغلي دي او هغه سیمې، چې تیره ورځ ورته طالبان ورته ننوتي وو، د طالب وسله والو له شتون څخه پاکې شوي دي.

ښاغلي سالنګي وویل، فراه ښار کې امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی او خلک هم ښار ته راوتللي دي.

فراه والي والي د ادعا له مخې د دغه ولایت د تیرې ورځې په جګړو کې شاوخوا درې سوه طالبان وژل شوي او په زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

هغه په دغو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل، چې په دې جګړو کې ۲۵ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د فراه ولایت امنیه قومانداني وايي، چې د فراه د مرکز د تیرې ورځې په جګړو کې ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی، خو په دغه ولایت کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي د تیرې ورځې په جګړو کې د لسو تنو ملکي وګړو د وژلو ادعا کوي

د فراه د ولایتي شورا یو غړي دادالله قانع همامریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د فراه له ښار څخه د وسله والو طالبانو وتل تائید کړل او ویې ویل، چې طالبانو د تیرې ورځې او تیرې شپې په جګړو کې د افغان ځواکونو د کلک مقاومت وروسته نن سهار د فراه له ښار څخه د وتلو پریکړه وکړه او له جګړې پرته له دغه ښار څخه ووتل.

ښاغلي قانع هم ادعا وکړه، چې د فراه په ښار کې طالبانو ته د سر د زیات زیان د رسیدلو وروسته دغې ډلې وسله والو د شپې په تیاره کې له ښار څخه ووتل او د خاک سفید، پشترود او بکوه ولسوالیو ته په شا شول.

طالبان د فراه ولایت په دغو دریو ولسوالیو کې پراخ حضور لري.

طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې د فراه د ښار څخه طالب وسله وال د دغې ډلې د نظامي مسولینو د پریکړې له مخې وتلي دي.

قاري احمدي ویلی، د طالبانو هدف د دښمن ځپل او هغه وسلې او مهمات مصونو ځایونو ته انتقالول وو، چې د دغې ډلې وسله والو د تیرې ورځې په جګړه کې نیولي وو.

طالبانو دغه ویاند ادعا کړې، چې د تیرې ورځې په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۶۳ منسوبین وژلي دي.

قاري احمدي د فراه په جګړو کې د دریو سوو پورې د طالب وسله والو د وژل کیدو په ادعا اړه د فراه د والي جنرال سالنګي ادعا رد کړې او په دې جګړو کې یې د خپلو نهو وسله والو وژل او یوولسو نورو ټپي کیدل منلي دي.

د فراه یو اوسیدونکي ابراهیم محمدي، امریکا غږ سره په مرکه کې وویل،چې په فراه کې حالات عادي شوي.

هغه وویل، بازار بیرته پرانیستل شوی او په زیات شمیر ښاریان ښار ته راوتلي دي.

ښاغلي محمدي وویل، چې فراه ته تازه دم افغان ځواکونه هم رارسیدلي او د ښار په بیلابیلو برخو کې ځای پرځای شوي او هغه کورنۍ، چې تیره ورځ له ښار څخه وتلې وې، بیرته خپلو مینو ته خپلو مینو ته ورستنې شوي دي.