امنیه قوماندان: پرکونړ د پاکستان توغندیو بریدونو ته مو ځواب ورکړی

چارواکي وايي د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د پاکستان له خاورې د کونړ په سرحدي سیمو له اتو سوو زیات توغندي ویشتل شوي

د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان له خاورې د دغه ولایت پر سرحدي ولسوالیو د توغندیو بریدونو ته غبرګون ښودلی او په تیرو دوو ورځو کې یې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ پر امنیتي پوستو دوه ځله د توپونو متقابلې ډزې کړي دي.

خو دا چارواکي وايي، د پاکستان له خاورې د توغنیدیو بریدونه لا هم دوام لري.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکا غږ ته وویل چې دوه ورځې مخکې یې د کونړ له سرکاڼو او شلطن ولسوالیو نه د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرګون متقابل توپچي بریدونه کړي او د هغې غاړې پوستې یې په نښه کړې دي.

قوماندان وویل چې دغه بریدونه یې د افغان حکومت د لوړو مقاماتو د هغه امر په تعقیب کړي چې که پاکستان د کونړ پر خاوره بریدونه ونه دروي نو متقابل برید پرې وکړئ.

د کونړ امنیه قوماندان ادعا وکړه چې ددوی لخوا د پاکستان پر لور د شویو بریدونو له کبله پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو دقیق ارقام یې په لاس کې نه لري.

نوموړی زیاتوي چې که پاکستان پر کونړ بریدونه ونه دروي نو دوی به یې هم هغه سیمې په نښه کړي چې د کونړ پر خاوره ترې بریدونه کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د تېره ورځ چهارشنیه هم د کونړ په دانګام او شلطن ولسوالیو باندې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې توپونو لسګونه مرمۍ ویشتل شوي دي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي امریکا غږ ته وویل چې د کونړ پر خاوره د پاکستان د توپچي بریدونو له امله د کونړ له دانګام، شلطن، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو نه تر دوه نیم سوه ‌‌‌‌‌‌ډېرې کورنۍ هم ک‌‌‌‌‌‌ډوالې شوې دي او په غرنیو سیمو کې ددغو توغندیزو بریدونو له امله لسګونه کورنه هم زیانمن او یا تخریب شوي دي.

پر کونړ د پاکستاني لوري څخه د بریدونو لړۍ شاوخوا اته کاله مخکې پیل شوې، چې کله تونده او کله هم په وقفه يي ‌‌‌‌‌‌ډول ودرېږي، خو تر اوسه ددغې ستونزې لپاره غوڅ حل نه دی موندل شوی.

پاکستان حکومت د دغه هیواد له خاورې د افغانستان د کونړد ولایت په سرحدي ولسوالیو د توغندیو د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې ناټو ځواکونو پوځي قوماندانان په دې مسله له پاکستاني قوماندانانو سره خبرې پیل کړي دي.

جنرال نیکولسن وویل چې له پاکستان څخه یې د توغندیو د ویشتلو د لړۍ د بندیدلو غوښتنه هم کړې ده.

افغان امنیتي چارواکي وايي په تیرو دوو اونیو کې د پاکستان له خاورې د دغه ولایت په یو شمیر سرحدي ولسوالیو له اتو سوو څخه زیات توغندي ویشتل شوي دي.

د ننګرهار د لعلپورې توغندي ویشتل شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د لعلپورې ولسوالۍ په غرنیو سیمو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې څخه توپونه ویشتل شوي چې یوه اته ویشت کلنه ښځه یې زخمي کړې ده.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د ‌‌‌‌‌‌ډي سي توپونو دغه یولس توپچي بریدونه بیګاه شپه شوي چې یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې او یوه ښځه یې زخمي کړې، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

که څه هم د ننګرهار په سرحدي سیمو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې څخه بریدونه یو څه موده بند شوي وه، خو تیره شپه بیا پر دغې ولسوالۍ توغندي ویشتل شوي دي.