حکومت د افغان مهاجرو پر ډبولو ایرانی ډیپلومات بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د شنبې په ورځ ( سلواغې په لومړۍ) په ایران کې د یو ایراني سرتیري له خوا د یو شمیر افغانانو د وهلو او هغوی سره د سپکاوي ډک چلند په تړاو د دغه هیواد د سفیر مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی او دغه عمل یې غندلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران د سفیر مرستیال سید سعید حسیني یې نن کابل کې دغه وزارت ته ورغوښتی او د هغې ویډ‌یو په اړه، چې په کې یو ایراني شخص، چې د دغې اعلامیې له مخې د ایران د امنیتي ځواکونو لباس يې په تن کړی، یو شمیر افغانان وهي او سپکاوی یې کوي خفګان ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي، چې دغه وزارت په ایران کې د دیره افغانانو د وهلو او سپکاوي په اړه خپل ژور خفګان څرګند کړی او دا عمل یې غندلی دی.

د دغې اعلامیې له مخې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید سعید حسیني هم دا ډول کړنې د داسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼلي او د ایران د حکومت له خوا د دغې پیښې د جدي تعقیبولو باندې یې ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې د ایران د پوځ یو سرتیری لیدل کیږي، چې نهه تنه افغان مهاجرین یې په یو صف کې درولي او له هریو څخه پوښتنه کوي، چې د څه لپاره ایران ته ورغلي دي.

دا ایرانی سرتیری، چې د دغه هیواد د پوځ ینیفورم يې اغوستی نهه تنه افغانان پر مخ په سپیړو وهي.

د دغه پوځي سرتیري ویډیو د یو بل چا له خوا اخیستل شوې ده.

په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د ایراني امنیتي کارکوونکو او سرحدي پولیسو د ناسم چلند په اړه پخوا هم په ټولنیزو رسنیو کې رپوټونه خپاره شوي وو.

خو د دغسې پیښو ویډیوي فلمونه کم خپاره شوي دي.

په ایران کې څه باندې دوه میلیونه افغانان، چې یوازې شاوخوا یو میلیون یې په دغه هیواد کې د اوسیدانی قانوني اسناد لري اوسیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي دتیرې سې‌شنبې په ورځ د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې لا هم نږدې ۷ میلیونه افغان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یا مهاجر دي او یا یې هم پناه اخیستې ده، چې لویه برخه يې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

د ښاغلي بلخي پر وینا، په تیرو څلورو کلونو کې نږدې درې میلیونه او دوه سوه زره افغان مهاجر خپل هیواد ته راستانه شوي، چې له دې شمیرې ۸۰۹ زره یې یواځې سږکال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د دغه شمیر شاوخوا ۶۵۰ زره یې له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "ای او ایم" د راپور له مخې له ایران څخه افغانستان ته د راستنو شوو افغانانو زیات شمیر د هغوی د خوښي پر خلاف خپل وطن ته استول شوي دي.