ایټالیا شربت ګلې ته پناه ورکړه

شربت ګله وروسته له هغې مشهوره شوه چې په اتیایمه لسیزه کې د نشنل جیوګرافي مجلې پر خپل جلد باندې د دغې شنو سترګو او زړه راښکونکې څیرې لرونکې افغانې عکس خپور کړ. هغې ته اوس په ایټالیا کې پناه ورکړل شوه.

د ایټالیا د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) د یو بیان په خپرولو سره وویل چې ددې هیواد حکومت وروسته له هغې شربت ګلې ته د پناه ورکولو اقدام وکړ چې دغې افغانې د هیواد نه د وتلو غوښتنه وکړه.

د شربت ګلې تصویر د ۱۹۸۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې کله چې هغه ځوانه وه د امریکایي عکاس ستیف مک‌کوري له خوا په پاکستان کې د افغان مهاجرو په یو کمپ کې اخیستل شوی و چې په نشنل جیوګرافیک مجله کې له خپریدو وروسته یې د زیاتو خلکو پام ځانته واړوه.

مک‌کوري چې ددې عکس په اخیستلو یې زیات شهرت ترلاسه کړ، په ۲۰۲۰ کال کې پاکستان ته لاړ او بیا یې شربت ګله وموندله او د هغې عکس یې واخیست.

پاکستاني مقاماتو په ۲۰۱۶ کال کې ددې لپاره چې شربت ګله په پاکستان کې وساتي هغه یې د پیژندنې د اسنادو د جعل کولو په تور شاوخوا دوه اونۍ زنداني کړه. خو د زندان نه د خلاصیدو وروسته شربت ګله افغانستان ته انتقال شوه.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني شربت ګلې ته ښه راغلاست ووایه او هغې ته یې د اوسیدنې د یو اپارتمان کیلي هم ورکړه چې ژوند په کې وکړي.