په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو او په منځنیو ښوونځو، لیسو او پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړه له محدودیتونو وروسته، په دغه هېواد کې آنلاین تعلیمي مرکزونه او کورسونه مخ په زیاتېدو دي.
افغان نجونې مجبورې شوي چې د زده کړې دپاره دغو انلاین مرکزونو ته مخه کړي، خو دا مرکزونه وايي، د امکاناتو او بودیجې د کموالي له امله د اړتیا سره سم کافي خدمات نشي وړاندې کولای.
د کابل اوسېدونکې ۲۲ کلنه صوفیه (مستعار نوم) چې د رومي په نوم انلاین اکاډمۍ کې زده کړه کوي، وايي په داسې حال کې چې د عالي ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړل شوي، انلاین تعلیمي مرکزونه ورته ښه فرصت دی.
دغه انلاین تعلیمي مرکز وايي، اکثره زده کوونکي یې ښځې دي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې یې شمېر له ۵۰ څخه تر ۵۰۰ اوښتی دی.
صوفیې وویل: "دا زما ارمان او مرام دی چې په افغانستان کې هرڅه پيښيږي، زه خپلو زده کړو ته دوام ورکړم."
خو ډیرې نورې افغان نجونې بیا د صوفیې په څېر نیکمرغه نه دي. د رومي اکاډمي وايي، د امکاناتو د محدودیت له کبله یې په دغه مرکز کې د داخلې دپاره د سلګونو نجونو درخواستونه رد کړي دي.
ددې ترڅنګ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د فقر له سطحې څخه ټیټ ژوند کوي، زیاتره زده کوونکي د انلاین زده کړې دپاره د اړتیا وړ لپټاپ، انټرنټ او نورو ضروري امکاناتو د برابرولو توان نلري.
دا هم ولولئ اکثریت افغانې ښځې ډیجیټلي ازادي هم نلري- سروېثنا په رومي اکاډمۍ کې ښوونکې ده. هغې وویل: "کله چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د بد وضعیت سره مخامخې شوې، رومي اکاډمي د هغوی د ناهیلۍ په ورځو کې د هیلو څراغ بل کړ.»
طالبانو تراوسه په انټرنټ کارولو محدودیت ندی لګولی او چارواکي يي پر ټولنیزو شبکو فعال دي. دوی نجونو ته د دې اجازه هم ورکړې چې په کور کې زده کړې وکړي.
خو د نورو افغانانو په څېر، انلاین زده کوونکي هم د برېښنا د پرچاوۍ او د انټرنیټ د کمزوري سرعت څخه سرټکوي. د رومي اکاډمۍ رئیسه، انیتا شېرزاد، دا د خپل فعالیت دپاره ستونزه بولي. هغې وویل: « که په افغانستان کې برېښنه پرې کیږي او یا انټرنیټ بند شي، دا زمونږ دپاره لویه ستونزه وي او زما لپاره هروخت یوه جدي اندېښنه ده."
د ټولو ستونزو سره سره، صوفیه وایي، افغانې ښځې د کلونو کړاونو او داخلي جګړو کې ډيرې زړورې او توانمندې شوي او دې ته چمتو شوي چې حالات هرڅومره ترینګلي اوسي، دوی یې د ښه کیدلو هڅه وکړي.
صوفیه وايي، افغان ښځو ته پکار ده راتلونکي ته هیله منې او پر ځای باورمنې اوسي او له حالاتو سره مبارزه وکړي.