کابل کې د ښځو لاریون؛ 'د نجونو پر زده کړو محدودیت له بشري حقوقو ښکاره سرغړونه ده'

کابل کې مظاهره - عکس: ارشیف

په کابل کې د ښځو د حقوقو یو شمېر فعالانو یو ځل بیا د یو اعتراضیه حرکت په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو د متوسطه او لیسه ښوونځيو خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغو مېرمنو د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم اوومه) له زده کړو څخه د نجونو محرومیت له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

دغه مېرمنې چې شمېر څو تنو ته رسېده په کابل ښار کې د نجونو یو ښوونځي ته نژدې یې «له وېرې پرته درس» شعارونو په ورکولو سره یې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د نجونو متوسطه او لېسې ښوونځي تر امر ثاني پوري بند کړي چې کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي خلاصولو ژمنې کړي، خو تر دا مهاله یې په دې اړه عملي اقدامات نه دي کړي.

معترضو مېرمنو ویل چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لیسه ښوونځیو بندېدو څخه څه باندې ۴۰۰ ورځې تیریږي، خو په خبره یې د طالبانو حکومت یې د خلاصولو په اړه اقدامات نه دي کړي.

یوې معترضي ښځې وویل: "ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی ښيي."

دوی له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې، د نجونو ښوونځیو ژر تر ژره خلاصولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سندر غاړي فرهاد دریا د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په اړه له «وېرې پرته درس» په نوم شعار پيل کړی و او له ټولو نجونو زده کوونکو څخه یې غوښتي و چې خپلو ښوونځيو ته ولاړې شي.

هغه په دې اړه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و: "زما زړه وروې خویندې چې سبا شنبه د لړم اوومه پر خپل ځان په باور سره د تعلیم او تحصیل لپاره د خپلو ښوونځيو د بندو دروازو شاته له خپل یونیفورم سره حاضریږي. یوازې له خپل یونیفورم سره د ښوونځيو د دروازو مخته حاضري شئ. اوازونه مه پورته کوئ او شعارونه مه ورکوئ، ستاسو سوله ییز اعتراض، یوازې لوی ترین اعتراض دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټلیفوني خبرو کې د نورو مسائلو ترڅنګ د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په اړه هم خبرې کړي وې.

هغه په دغه خبرو کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لیسه ښوونځيو خلاصولو باندې په ټینګار سره ویلي و چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت د محدودیت دوام افغانستان شاته بیايي.