د عدليي وزارت رسنیو ته: قانون رعایت او ملي ګټې خوندي وساتئ

عکس(ارشیف)

د افغانستان حکومت د دغه هیواد رسنیو ته خبرداری ورکړ که چیري په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې د حکومت قوانین او ملي ګټې رعایت نکړي، تر څېړنو لاندې به ونیول شي.

د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي نن سې شنبه جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) د خپرونو د کیفیت ښه کولو او رسنیزو فعالیتونو د قانوني کولو په اړه مشورتي غونډه کې وویل چې رسنۍ باید «سرې کرښې» مراعت کړي او د بیان له ازادۍ څخه ناوړه استفاده ونکړي.

ښاغلي معنوي زیاته کړه: "په کوم ځای کې چې زموږ ملي ګټې له خطر سره مخامخ کیږي، دا مهمه نه ده چې د بیان ازادي لرو او یا دا چې دموکراتیک ارزښتونه مراعت شي او ناوړه استفاده وشي."

ښاغلي معنوي وویل چې یو شمېر رسنیو د افغان امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې او له لاس څخه وتلو وسلو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده چې دا پوځي رازونه دي او د قانون خلاف دي.

د افغانستان لوی څارنوال ذبیح الله کلیم په دغه ناسته کې وویل چې د اطلاعاتو رسول باید اصولي شي او خبرداری یې ورکړ چې د سرغړونې په صورت کې به د دغه هیواد رسنۍ تر څېړنو لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان نافذه قوانین د بېځایه اوازو، دسیسو، د غیر واقعي او یو طرفه خبرونو په اړه چې تمامیت ارضي، د هیواد لویو او ملي ګټو ته زیان ورسوي جرم ګڼل کیږي، د هغه اړوند جدي چلند کیږي... وړاندیز کوو چې په رسنیو کې د اطلاعاتو رسولو د څرنګوالې په برخه کې روښانه میکانیزمونه رامنځته شي."

ښاغلي کلیم ټینګار وکړ چې رسنۍ او خبریالان باید د خپلو خپرونو په جریان کې د «وضعیت حساسیت او جزايي ماهیت ته متوجه وه اوسي.»

اوس مهال د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره څه باندې ۳۵۰۰ رسنۍ ثبت دي.

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

دوې ورځې مخکې په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنست یا نی وویل چې د دغه هیواد په شمال کې د جګړو له زیاتېدو سره د څه باندې ۲۰ رسنیو فعالیت درېدلی او ځینې رسنۍ د طالبانو په غوښتنه خپرونې کوي.