ټاکنو قانون تعدیل لپاره د حکومت او سیاسي ډلو ګډه کمیټه کار پیلوي

د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره اتلس نوماندانو نومونه لیکلي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ ( سلواغې ۱۹مه) د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د یو شمیر نوماندانو، د سیاسي ډلو او د مدني ټولنې له استازو سره د افغانستان د ټاکنو د قانون د تعدیل په اړه سلا مشورې کړي دي.

په ارګ کې په دې جوړه شوې، غونډه کې د افغانستان د اساسي قانون پر څار د کمیسیون رئيس، د سترې محکمې رئیس او د لوی څارنوال د ګډون سربیره د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو او د هغوی استازو او د ټاکنو د څار ادارو یو استازو هم برخه لرله.

په دې غونډه کې، چې جمهوري ریاست د دوهم مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه ګډونوالو پریکړه وکړه، چې د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوه ورځو کې د ټاکنو د قانون مسوده له هراړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.

دې غونډې ته ښاغلي دانش وویل، چې د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه ده، بلکې د هغه پر وینا په دې اړه له ۲۰ څخه زیاتې غونډې جوړې شوي او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو وروسته ترتیب شوې ده.

جمهوررئیس غني هم دې غوندې ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو په قانون کې د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.

ښاغلي غني وویل، چې د ټاکنو قانون په مسوده کې به د ټولو اړخونو د نظریاتو پر بنسټ تعدیل را شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ټاکنو د سیستم اصلاح ته ژمن دی، خو د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال میرزامحمد حق پرست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې که د اصلاحاتو هدف د کمشنرانو ګوښه کول وي، خو د هغوی په ګوښه کولو اصلاحات نه شي رامنځ ته کیدلی، بلکې د ښاغلي حق پرست پر وینا د اصلاحاتو لپاره د ټاکنو په سیستم کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ښاغلي حق پرست وویل " اساسي اصلاحات باید رامنځ ته شي، یو معقول انتخاباتي نظام د افغانستان لپاره په نظر کې نیول دي، چې په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپله دیدګاه لري او هم د قانون په تعدیل کې کمیسیون خاصه دیدګاه او نظریات لري".

هغه وویل، کمیسیون کولی شي د قانون د تعدیل په برخه کې حکومت ته ښې مشورې برابرې کړي.

افغان حکومت د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره دا اقدامات په داسې وخت کې پیل کړي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته شاوخوا شپږ میاشتې پاتې دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ نوماندانو د چنګاښ د ۲۹ مې ورځې ټاکنو ته خپل نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې اونۍ په سر کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ خپور کړ.

ټاکل شوې تر راتلوونکو در یو اونیو به د جمهوري ریاست د نوماندانو وروستی لیست اعلان شي.