مهاجرینو وزارت: ایران دې د مهاجرینو مسله نه سیاسي کوي

د روان میلادي ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه باندې ۱۴۴ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت، له ایران څخه غوښتي، چې مهاجرینو مسله دې نه سیاسي کوي او په ډله ییز ډول افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو څخه دې ډډه وکړي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر د پنجشنبې په ورځ (ثور ۱۹ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د مهاجرت مسله یوه بشري مسله ده او باید په همدې بڼه دغې مسلې سره چلند وشي.

ښاغلي باهر وویل " مونږ له ایران هم غواړو، چې د مهاجرت مسلې ته د بشري او ټولنیزې پدیدې په توګه وګوري. په افغانستان کې کاري فرصتونو نشتون او ناسم امنیتي وضعیت ته په کتنې مونږ له ایران غواړو، چې په ډله ییز ډول افغان مهاجرین له ایران ونه باسي".

پر ایران د امریکا د نوو بندیزونو د لګیدلو وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د ایران دولتي خبري آژانس " ارنا" ته ویلي، چې د بندیزونو د زیاتیدو په صورت کې ممکن میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

عباس عراقچي ویلي، چې همدا اوس درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، چې له دغه شمیر دوه میلیونه یې په دغه هیواد کې په کار بوخت دي، چې په کال کې د دریو څخه تر پنځه ملیاردو یورو پورې پیسې له ایران څخه وباسي.

ښاغلي عراقچي ویلي " که چیرې بندیزونه اغیز وکړي او زمونږ د تیلو خرڅلاو صفر ته ورسیږي، اسلامي جمهوریت اړتیا لري، چې د خپل اقتصاد لپاره یو ځانګړی سیاست په پام کې ونیسي او ممکن اوسني وضعیت ته دوام ورنه کړی شو او له خپلو افغان وروڼو او خویندو غواړو، چې له ایران څخه ووځي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دې کار ته د اړ کیدلو مسولیت د امریکا په متحده ایالاتو اچولی دی.

ښاغلي عراقچي ویلي" د انساني پلوه نه غواړي داسې څه پیښ شي، خو که مجبور شو دا کار به وکړو"

ښاغلي عراقچي ویلي، چې اوس مهال ۴۶۸ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې په وړیا ډول زده کړي کوي، چې د دغه ایراني چارواکي په وینا په هر یو یې کال کې دغه هیواد شپږ سوه یورو مصرف کوي.

همداشان هغه ویلي، ۲۳ زره افغان کډوال د ایران په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، چې په کال کې په هر یو باندې ۱۵ زره یورو مصرف کیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت د معلوماتو له مخې تیرکال له ایران څخه د شپږ سوو زرو زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي وو، چې زیات شمیر یې د هغوی له خوښې پرته افغانستان ته ستانه کړی شوي وو.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې " آی او ایم" د یو رپوټ له مخې د روان میلادي کال په څلورو میاشتو کې ټول څه باندې ۱۵۲ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي، چې څه باندې ۱۴۴ زره یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

امریکا په وروستیو کې پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه او فشارونه زیات کړي دي، چې په تازه بندیزونو کې یې د ایران پر فلزي صنعت هم بندیزونه لګولي دي.