افغان حکومت:پاکستان دې د کډوالو مسله نه سیاسي کوي

پاکستان کابینې د چهارشنبې په ورځ افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې له دغه هیواد خپل هیواد ته ستانه شي.

افغان حکومت وایي، د کډوالۍ مسله یوه انساني مسله ده او له پاکستان غواړي، چې دې مسلې ته دې سیاسي بڼه نه ورکوي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ احمد میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د پاکستان د کابینې د تیرې ورځې پریکړې ته په غبرګون کې له دغه هیواد وغوښتل، چې د افغان حکومت او ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ " یو این ایچ سي ار" سره دوه میاشتې وړاندې شوي تفاهم له مخې دې په خپل هیواد کې د افغان کډوالو د اوسیدانې موده د یوکال لپاره وغځوي.

ښاغلي میاخیل وویل " د یوې میاشتې په موده کې د یو اعشاریه څلور میلیونو افغان کډوالو ستنیدل امکان نه لري، ستونزې رامنځ ته کوي، له پاکستان څخه مو تمه د اده چې د کډوالۍ او مهاجرت مسلې ته دې سیاسي بڼه نه ورکوي، د کډوالو او مهاجرینو ستنیدل باید په داوطابانه، تدریجي، په عزت او په مصونه توګه ترسره شي او هم د هغوی د اوسیدانې موده یو کال ته وغځول شي، مونږ به هڅه وکړو چې د یو کال په موده کې د خپلو هیوادوالو ستنیدلو ته لاره هواره کړو".

د افغان حکومت اود ملګروملتونو د شمیرنو له مخې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د مهاجرت په قانوني اسنادو ژوند کوي.

خو اټکل له مخې د دغه شمیر سربیره تر اوو سوو زرو پورې نور افغانان هم په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

افغان حکومت او پاکستان د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د اوسیدانې د قانوني کولو لپاره نږدې اوه میاشتې وړاندې د نومونو د ثبت یو بهیر پیل کړی، چې د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د وینا له مخې تراوسه پنځه سوه زرو افغانانو د دغه بهیر په ترڅ کې خپل نومونه ثبت کړي دي.

افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د پاکستان له خوا له دغه هیواد څخه په یوه میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه ناممکنه بولي او وايي، چې د یوې میاشتې په موده کې به د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ " یو این ایچ سي ار" په مرسته پاکستان حکومت سره خبرې وکړي ترڅو په دې هیواد کې د افغانانو د اوسیدلو موده یو کال ته نوره هم اوږده شي.

د افغانستان، پاکستان او یواین ایچ سي ار استازو دوه میاشتې وړاندې په سویس کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې په اصولو کې د یو کال لپاره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدانې د مودې د اوږدیدو سره موافقه کړې وه، خو په اړه وروستۍ پریکړه د پاکستان کابینې ته پریښودل شوې وه.

د چهار شنبېپه ورځ د پاکستان کابینې وویل، چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو بهیر به د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ"یو ان اچ سي آر" او له نړیوالې ټولنې سره مطرح کړي.

په اسلام اباد کې د "یو این ایچ سي ار" ویاندقيصرافريدي، هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د پاکستان د کابینې له خوا د افغان کډوالو د ستنیدلو لپاره ټاکلې موده د اندیښنې وړ بللې ده.

پاکستان چې له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی اوس وایې د شته اقتصادي او‌ امنیتي ستونزو له کبله نور په خپل هیواد کې کډوال نشي زغملاې.