افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره یواړخیز اوربند اعلان کړ

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ (جون ۷) په یو ویډیویي پیغام کې له افغان وسله‌والو طالبانو سره د اوربند یو اړخیز اعلان وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغې ډلې پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي.

ښاغلي غني په دغه پیغام کې ویلي، چې له وسله‌والو طالبانو سره یې د اوربند پریکړه د دیني عالمانو د غوښتنې پر بنسټ کړې ده.

افغان ولسمشر وویل " په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله‌والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي".

خو ښاغلي غني په دغه ویډیويي بیان کې د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد د عملیاتو پر دوام ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په راتلونکې اونۍ کې به په یوې لویه غونډه کې د دغه اوربند په اړه جزئیات له خلکو سره شریک شي.

افغان ولسمشر دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښونه کړې، چې د خلکو د امنیت د تینګولو، د افغانستان دفاع او د هر ډول برید په وړاندې چمتوالی ولري.

ښاغلي غني ویلي، چې د اوربند دغه پریکړه د افغانستان د حکومت د قوت نښه ده او د تلپاتې سولې د ټینګولو لپاره د خلکو او دیني عالمانو د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوې ده.

دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره لنډمهالی اوربند کوي.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان سلګونو دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې، افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ته د سولې د خبرو د پیل لپاره د اوربند اعلانولو وړاندیز وکړ.

دغو دیني عالمانو همداشان په افغانستان کې د روانې جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو د ناروا بللو فتوا ورکړه.

ولسمشر غني ویلي، چې نه یوازې د دغې فتوا د موادو او محتوا، بلکې د عالمانو له خوا د اوربند له وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.