نوې تګلارې کې افغان پولیس له پوځي چوکاټ نه ویستل کیږي- برمک

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د افغان پولیسو د اصلاحاتو څلور کلنه ستراتیژي یې جوړه کړې ده او هیله دې چې ژر به یې پلې کړي.

د کورنیو چارو ویر ویس احمد برمک وايي د پولیسو د اصلاحاتو په څلور کلنې ستراتیژۍ کې یې ټولو هغو مواردو ته ځای ورکړی، چې له پولیسو یې تمه کیږي.

ښاغلي برمک وویل چې د تګلارې یوه برخه د پولیسو اساسي دندو (د قانون تنفیذ) ته ځانګړې شوې ده، چې له مخې به یې پولیس له پوځي چوکاټ څخه وویستل شي.

دا مهال افغان پولیس د خپلو اصلي‌دندو تر څنګ په مخامخ جنګونو کې برخه اخلي‌او د ځانمرګو او نورو بریدونو د مخنیوي دندې هم سر ته رسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پر وینا په تیرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې زیات تمرکز د افغانستان په دفاع وزارت باندې وو او د پولیسو د یو ځواب‌ویونکي سیستم جوړولو ته پاملرنه نه ده شوې. خو ښاغلي برمک وویل، اوس نړیوالې ټولنې د پولیسو په معاشونو کې له پنځه فیصده زیاتوالي سره موافقه کړې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د راوستلو دغه ستراتیژي له نړیوالو همکارانو، د پولیسو چارواکو، دیني عالمانو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو سره له سلامشورو وروسته جوړه شوې ده.

هغه وویل "په تیرو څلور کلونو کې زموږ د کار نتیجه همدا شوه، چې یوه برنامه تدوین شوه، زموږ دغه کاري برنامه دوه اساسي محورونه لري، یو اساسي محور یې په بشپړ ډول د پولیسو په پراختیا څرخیږي، چې څه ډول کولی شو پولیسو ته پراختیا ورکړو او اصلاح یې کړو".

په غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پولیسو د اصلاحاتو نوې تګلاره وستایله او وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت به د پولیسو د اصلاحاتو پر بهیر ناوړه اغیزه و نه کړي.

ښاغلي عبدالله دغه راز، د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ونډې زیاتیدو ته په اشارې وویل، چې د ښځینه پولیسو د ستونزو د لرې کولو لپاره باید په کورنیو چارو وزارت کې یو ځانګړی معینیت رامنځ ته شي.

اجرائيه رئیس د هغو ښځینه پولیسو د رتبو پر لوړولو هم ټینګار وکړ، چې له کلونو راهیسې یې د ساتنمنۍ په رتبه کې کار کړی دی.

د پولیسو د اصلاحاتو دغه ستراتیژي په داسې حال کې جوړه شوې، چې له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت د 'فساد زړه' بللی وو او د پولیسو په لیکو کې یې پر جدي اصلاحاتو ټینګار کړی وو.