افغان حکومت د کرکټ لوبغاړو ته اپارتمانونه ورکړل

افغان حکومت د دغو اپاراتمانونو د ورکولو ژمنه څو کاله مخکې کړې وه

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ (جون۱۲) افغان لوبغاړو ته د هغوی د اپارتمانونو کیلۍ وسپارلې.

افغان حکومت شاوخوا شپږکال مخکې د افغانستان د ملي لوبډلې د دغو لوبغاړو سره ژمنه کړې وه چې اپارتمانونه به ورکوي. هغه مهال افغان لوبډلې د کرکټ د ۲۰۱۴م کال نړیوال جام ته لار موندلې وه چې په بدل کې حکومت د لوبډلې او د لوبډلې اداري پلاوي ۲۷ کارکوونکو ته د دوه-کوټو لروونکو اپاراتمانونو د ورکولو ژمنه کړې وه.

بورډ وايي د دغولوبغاړو له ډلې یې ۱۷ حاضر وو او د خپلو اپارتمانونو کیلۍ ورکړل شوې او نور لوبغاړي به د نړیوال جام وروسته خپل اپارتمانونه ترلاسه کړي. دا اپارتمانونه په کابل کې دي.

بلخ کې د کرکټ لوبغالی جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د بلخ په ولایت کې یې د کرکټ د لوبغالي د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ. په دغه لوبغالي باندې څه باندې ۷۰میلیونه افغانۍ لګښت راځي او کارونه به یې ژر پیلیږي.

د کرکټ بورډ اعلامیه وایي "په دغه پروژه کې دوه منزله اساسي او معياري تعمير/پويلين، د ۴۰۰۰ نندارچیانو د ناستې ځای، د استوګنې لپاره اساسي خونې، د تمريناتو لپاره اکاډمي، د لوبغالي چمن، د اوبو رسونې سيسټم، احاطوي دېوال او نور ساختماني کارونه شامل دي، چې د يو نيم کال په موده کې به بشپړه شي."

کرکټ بورډ وايي دا میدان به شاوخوا یو کال کې جوړ شي

بورډ وايي چې د میدان وردګ، لوګر او پکتيکا ولایتونو د لوبغالو د رغنیزو چارو قراردادونه به هم ژر لاسلیک شي. یو خصوصي شرکت د بلخ د کرکټ لوبغالی جوړوي.

افغانستان په کرکټ کې په دې وروستیو کلونو ډېر ځلېدلی دی خو په کور دننه د نړیوالو معیارونو برابر میدانونه، اکاډمۍ او نورې اسانتیاوې نلري. افغان لوبډله د تمرین او نورو لوبډلو سره د لوبو لپاره هند ته ځي. هند افغانستان ځینې میدانونه ورکړي چې خپلې نړیوالې لوبې په کې وکړې.