د پاسپورټونو د ورکړې ان لاین سیستم کار پېل کړ

د اسان خدمت پروګرام په افغانستان کې د الکټرونیکي حکومتوالۍ د رواجولو لپاره یو شمیر نور پروګرامونه هم طرحه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت په مرسته د اسان خدمت د پروګرام له لارې نن د سه شنبې په ورځ (کب۲۲) د لومړي ځل لپاره په انلاین بڼه کابل کې خلکو ته د پاسپورټونو د ورکړې پروګرام پیل کړ.

دا انلاین سیستم په یو ساعت کې شپږ زرو کارونکو ته د دې امکان ورکوي، چې د پاسپورټ د اخیستلو لپاره فورمې د لرې واټن څخه په انلاین بڼه ډکې، د پاسپورټ ریاست ته خپل غوښتنلیکونه واستوي او دغه ریاست ته د ورتګ وخت او نیټه ځانونه ته معلومه کړي .

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي د دغه پروګرام د پیل غونډې ته وویل، چې دا د الکټرونیکي حکومتوالۍ د پروګرام یوه برخه ده، چې د افغان متخصیصینو له خوا ډیزاین شوی دی.

ښاغلي اریوبي وویل " دا لومړی ګام دی، چې مونږ یې د پاسپورټ له ریاست پیلوو، هڅه کوو، چې ټولو ولایتونو ته يې پراخه کړو، له ولایتونو وروسته به ټولو کونسلګریو او سفارتونو ته دا پروګرام وغځول شي، باید د ټول هیواد لپاره د پاسپورټ یو سیستم وجود ولري او هغه هم باید یو مرکزي سیستم اوسي. دا زمونږ طرحه ده".

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، چې دا پروګرام به د دغه ریاست د پاسپورټ د ویشلو بهیر د اوس پرتله پنځه ځلې لوړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د دغه سیستم د ځانګړتیاو په اړه د خبرو پر مهال، د پاسپورټ د څانګو څخه شیبه په شیبه د خبر ترلاسه کول، د الکټرونیکي پیژندپاڼې د معلوماتو پراساس د سرحدونو او هوايي ډګرونو سره نښلیدل او هم د پاسپورټ د غوښتونکو د نوبت تنظیم، انټرنیتي مصونیت، د پاسپورټ د ترلاسه کولو د پړاونو ساده کول د دغه پروګرام د ځانګړتیاو په توګه یاد کړل.

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، چې دا پروګرام به د دغه ریاست د پاسپورټ د ویشلو بهیر د اوس پرتله پنځه ځلې لوړ کړي.

د پاسپورټ رئیس جنرال سید عمر صبور د دې پروګرام د پرانیستې غونډې ته وویل، چې اوس مهال دا ریاست په ورځ کې دوه زره کسانو ته پاسپورټ ورکولی شي، چې د دغه نوي پروګرام له لارې به دا ریاست په ورځ کې لس زره کسانو ته پاسپورت ورکړي

هغه وویل، چې دا پروګرام به په افغانستان کې د جعلې پاسپورټونو مخه ونیسي او هم به افغانستان څخه د قانوني تعقیب لاندې تورونو د تیښتې مخنیوی وکړي.

جنرال صبور وویل، له دې وړاندې د پاسپورت د ویشلو سیستم شبکې پورې نه وو تړلی، خو اوس د دغه ریاست ټول معلومات د یوې شبکې پورې تړل شوي دي.

د پاسپورت رئیس، د انلاین پاسپورټ ورکړې په بهیر کې ننګونو ته هم اشاره وکړه او یوه ننګونه یې د انټرنیټ د ظرفیت کمیدل وښود.

همداشان هغه په محدود شمیر د الکټرونیکي تذکرو ویش او د کاغذي تذکرو پراخه استعمالول، د ریاست لپاره د یوې معیارې ودانۍ نشتون، د ښځینه کارکوونکو کموالی او د انلاین بهیر د پرمخ وړلو لپاره د کاري ظرفیت کموالی هم د خپل کار د ستونزو په توګه یاد کړل.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې افغانستان الکټرونیکي پاسپورټونو استعمالول پیل کړي دي.

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي د ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې يې۳.۵ میلیونه پاسپورټونه خلکو ته ویشلي دي.

دغه ریاست وايي، اوس یې ۴.۵ میلیونه نوي پاسپورټونه چاپ کړي، چې د استعمال لاندې پاسپورټونو پرتله د جعل امکان په کې ډیر کم دی.