له مخدراتو سره د مبارزې وزارت په خپلو پالیسیو له سره غور کوي

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو او له مخدراتو سره د اغیزمنې مبارزېلپاره دغه وزارت په خپلو پالیسیو او ستراتیژیو له سره غور پیل کړی دی.

افغان حکومت د یکشنبې په ورځ 'د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ملي غونډه' رابللې وه تر څو په افغانستان او سیمه کې له مخدراتو سره د مبارزې اساسي لارې چارې ومومي.

په دغه غونډه کې، چې په کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکو، د پوهنتون استادانو، دیني عالمانو او د اړوندو بنسټونو استازو ګډون درلود، له مخدراتو سره د مبارزې په دریو محورنو لکه معیشت بدیل، د مخدراتو د غوښتنې د کچې کمول او د قانون تنفیذ په برخو کې بحث او خبرې وشوې.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي په دغې غونډه کې وویل، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو او له مخدراتو سره د اغیزمنې مبارزېلپاره دغه وزارت په خپلو پالیسیو او ستراتیژیو له سره کتنه پیل کړې او دغه راز له مخدره موادو سره د مبارزې په قانون کې یې ضروري تعدیلات راوستي دي.

هغې وویل "د یو شمیر اړوندو پالیسیو بیا کتنه او انکشاف مو پیل کړی دی او دغه راز له مخدره موادو سره د مبارزې قانون پراخ تعدیل وروستی شوی او یاد قانون د هیواد د ملي شورا له تصویب وروسته د توشیح لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته استول شوی دی، ترڅو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، د مخدراتو پر ضد د مبارزې په برخه کې د عمومي حقوقي نتایجو پر بنسټ ګټورې هڅې ترسره شي".

د آغلې عظیمي پر وینا د مخدره موادو مافیایي شبکې هڅه کوي، تر څو د معتادینو په شمیر کې زیاتوالی راولي او له دې لارې زیاتې پیسې وګټي.

هغې د حکومت کمزورتیا، د وسله‌والو مخالفینو پراخ حضور، پرانیستې سرحدونه او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې او نړۍ هیوادونو کمزورې اراده، په افغانستان کې د مخدراتو د ستونزې پراختیا اصلي لاملونه وبلل.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمیسیون مشر محمد نعیم لالي حمیدزي، له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او د سیمې هیوادونو د حکومتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د جدي سیاسي ارادې پر نشتوالي نیوکه وکړه.

د ښاغلي حمیدزي پر وینا، هغه راز چې د مخدراتو پر ضد مبارزې ته اړتیا لیدل کیږي، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې اقدامات نه دي ترسره کړي.

هغه وویل "تر هغه وخته پورې چې جهاني مارکیټ یا دنیاوالو چې کوم تجارتي بازار ورته خلاص کړی، تر هغې چې په هغه بازار کار ونشي، دلته به ډیره مشکله وي چې مبارزه ورسره وشي او یا دا بوټی کم شي".

خو د دغې غونډې یو شمیر ګډونوال بیا وايي، چې په افغانستان کې د قانون تنفیذونکي د مخدراتو په قاچاق کې لاس لري.

دیني عالم قاري عمر وویل "د دغو موادو د پلورلو په برخه کې، ان د کرلو په برخه کې یې، که زه ووایم زموږ دوستان زموږ هیوادوال چې نن په واک کې دي، څه په پولیسو کې او څه په نورو ارګانونو کې دي، تاسې ته يې په اړه څه ووایم څه چې ښکاره دي د بیان اړتیا نشته، دوی په خپله په کې ککړ دي، خپلې ګټې په همدې کې لټوي، عالمان خو وايي، چې مه کوئ دا حرام دي، خو د نورو دنده څه ده، هغه کسان چې په واک کې دي د هغوی دنده څه ده، دوی یې باید له قانوني لارو چارو څخه مخه ونیسي".

قاري عمر زیاته کړه، چې د مخدره موادو لوی قاچاقبران د پولیسو له خوا نه نیول کیږي او قانون یوازې د مخدراتو پر وړو او کمزورو کاروباریانو باندې تطبیق کیږي.

افغان حکومت 'د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ملي غونډه' په داسې حال کې رابللې، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو د ګډې سروې پر بنسټ په افغانستان کې تیرکال په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار وکرل شول او ۹زره ټُنه اپین حاصل ترې واخیستل شو.

دغه راز د مخدراتو پر ضد د مبارزې وزارت شمیرې ښيي، چې په دغه هیواد کې له درې میلیونو څخه زیات کسان له مخدراتو څخه متاثره شوي، چې نږدې یو نیم میلیون یې په دوامدره ډول مخدره مواد استعمالوي.