افغان حکومت: د طالبانو سره د روسیې د مرستو شواهد نلرو

افغان طالبان

افغان حکومت وایي چې تر اوسه یې داسې کوم اسناد نه دي موندلي چې له وسلوالو طالبانو سره د روسیې د مرستو ښکارندویي وکړي.

خو بل لور ته د بلخ والي عطا محمد نور وایي چې په شمال کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې مشکوکې هلیکوپترې لیدل شوي چې یو شمېر وسلوال کسان تجهیزوي .

‍‍افغان حکومت پر روسیې باندې د هغو تورونو په اړه، چې ګواکې دغه هیواد په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره نظامي مرستې کوي، وايي تر اوسه یې داسې شواهد او مدارک نه دي موندلي، چې له وسلوالو طالبانو سره د روسیې د نظامي مرستو ښکارندویي وکړي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل "روسي چارواکو له طالبانو او د افغان حکومت پر ضد له نورو ترویستي ډلو سره د هر ډول مرستو ادعا دروغ بللي دي خو افغان حکومت تر اوسه داسې کوم اسناد نلري چې له مخې یې عملا د روسیې له لورې د طالبانو سره نظامي مرسته شوي وي."

خو بل لور ته د بلخ والي عطا محمد نور وایي چې په شمال کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې مشکوکې هلیکوپترې لیدل شوي چې ځینې خلک تجهیز کوي او بیرته ځي.

د بلخ والي عطا محمد نور وویل "مخکې مو نه منله خو اوس خلکو په سترګو لیدلې چې هلیکوپترې په دې یوه میاشت کې لیدل کیږي چې زه نپوهیږم د امو له دې غاړې راځي که له بلې یا د دیورند له کومې غاړې راځي او یا هم له اسمانه راځي زه نه پوهیږم خو راځي ټولو لیدلي چې هلیکوپتره راځي او په موټر سایکل سپاره خلکو ته اکمالات رسوي او ځان سره ځینې شیان وړي."

ښاغلي نور زیاته کړه دا وضعیت دوې ته د منلو نه دی او ددې وضعیت د له منځه وړلو لپاره اسلامي جمعیت او یو شمیر نور ګوندونه په ګډه د هیواد په شمال کې یو نوی ائتلاف جوړوي.

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، د دغه ائتلاف د جوړیدو په اړه معلومات نه لري.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه وویل "د داسې کوم ائتلاف له جوړښت نه موږ خبرتیا نلرو طبعا دا د سیاسي ګوندونو او مشرانو قانوني او دیموکراتیک حق دی چې مذاکره وکړي خو موږ تر اوسه په رسمي ډول د داسې کوم ائتلاف له جوړښته نه یو خبر".

ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د دا ډول ائتلافونو جوړولو ګڼې ستونزې جوړې کړي او جګړې او تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند امریکا غږ ته وویل چې حکومت او ولس باید د دا ډول ائتلافونو مخه ونیسي او زیاته یې کړه، چې د دغو ائتلافونو جوړول به افغانان په قومي او مذهبي جګړو باندې واړوي.

هغه وویل "دغه کسان تر ډیره بریده پورې د دغسې سیاستونو او نارو په تر سره کولو سره غواړي له دغې لارې نه باج ګیري وکړي او حکومت اړ کړي چې د دوې په غلاو د دوې په ستونزو او خیانتونو باندې سترګې پټې کړي او یا هم نړیواله ټولنه دې ته اړ کړي چې د دوې په خیانتونو باندې سترګې پټې کړي".

ښاغلي ځلاند زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې د فساد، بدې حکومتوالۍ، قوم پالنې او مذهب پالنې سره مشروطې کړي چې له دې لارې به د هغو کسانو مخه ونیول شي کوم چې قومي، ژبني او مذهبي مسلو ته لمن وهي.

له دې مخکې هم د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش، وحدت اسلامي او ځینې نورو سیاسي احزابو په ګډون دې ته ورته یو ائتلاف جوړ شوی وه چې دا ائتلاف د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه مخکې، له ولسمشر غني سره د جنرال دوستم له یو ځای کیدو وروسته ختم شو.