ارګ: خبرو مشري افغانان کوي بهرنیان یوازې خبرو ته زمینه برابروي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو سره مرسته کولی شي.

افغان حکومت د وسله والو طالبانو سره د امریکا د حکومتي چارواکو مخامخ خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر لپاره مهمې ګڼې او وايي، چې بهرنیان د سولې د خبرو لپاره یوازې سهولتونه برابروي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله دورانۍ وزیرې د شنبې په ورځ (زمري ۶ مه) امریکا غږ اشنا راډيو ته په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الیس ویلز او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په اړه وویل، چې هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو سره مرسته وکړي، افغان حکومت یې هرکلی کوي.

میرمن وزیرې وویل " د سولې خبرې به تل د افغان حکومت تر قیادت لاندې وي او هر اقدام چې د سولې په اړوند وي، افغان حکومت یې هرکلی کوي، بهرنیان صرف حمایوي رول لري او د دغی پروسې تسهیل کوونکي دي".

طالبانو د جمعې په ورځ ( زمري ۵ مه) امر یکا غږ ته دا ومنله،چې تیره اونۍ د دغې ډلې استازو په قطر کې د امریکايي چارواکو سره د افغانستان د ۱۷-کلنې جګړې د ختمولو لپاره د لارو چارو د موندلو په هدف مستقیمې خبرې کړي دي.

یو طالب چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې په دوحا کې د امریکايي پلاوي مشري، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې مرستیالې وزیرې، الیس ویلز کوله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او امریکا د حکومت د استازو ترمنځ د دغې کتنې راپور د پنجشنبې په ورځ امریکايي رسنیو خپور کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره له هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي، خو د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.