افغان حکومت: سرحدي شخړې د تروریستانو په ګټه دي

په تورخم کې د تیرو ورځو پرتله نن وضعیت نسبتآ ارام ښودل شوی او ډیر کاروباریان خپل کار ته ورستانه شوي دي.

په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې څلور ورځې مخکې د پاکستان لوري د تورخم په صفري سیمه کې د دروازې په جوړولو لاس پورې کړ او افغان ځواکونو یې مخالفت وکړ.

دغو نښتو په وقفه‌يي توګه څلور ورځې دوام وکړ، چې تیره ورځ د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په ترڅ کې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند اعلان وشو.

افغان حکومت د رامنځته شوې شخړې پړه پر پاکستان اچولې او ټینګار یې کړی، چې د دې وضعیت دوام د یو هیواد په ګټه هم نه دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي د دغه هیواد د دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا له ویاندویانو سره د پنجشنبې په ورځ یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د شخړې دوام به دواړو هیوادونو ته زیان واړوي.

هغه وویل "په هره اندازه چې موږ په پولو باندې د شخړو شاهدان واوسو، په همغې اندازه به تروریستي ډلې له دې تشې څخه زیاته ګټه پورته کړي، د دواړو هیوادونو خلکو ته به ډیر زیان ورسیږي او له ټولو مهمه دا که موږ په پولو باندې د شخړو شاهدان واوسو د دواړو هیوادونو خلکو اقتصاد ته به زیان ورسیږي او منفي پایلې به ولري."

د تورخم په شخړه کې دواړه خواوې د نښتو پړه پر یو او بل اچوي.

افغان سرحدي ځواکونه ادعا کوي، چې پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري سیمه کې دروازه جوړه کړي، چې د افغان ځواکونو د مخالفت سره مخ شول او لومړی برید پاکستاني ځواکونو وکړ.

پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې هغوی د ډیورنډ له کرښې ۳۷ متره لرې دروازه جوړوله.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ډیورنډ په کرښې د افغان او پاکستاني ځواکونو د همغږۍ ګډ کمیسیون د موافقې له مخې، دا تاسیسات باید له صفري نقطې څخه سل متره هاخوا جوړ شوي وی.

هغه وویل "دا تاسیسات د دغه توافق خلاف جوړ شوي وو، صفري نقطې سره نږدې جوړ شوي وو."

تواب غورځنګ زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ له ډيپلوماټیکو لارو خبرې اترې روانې دي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر استازی حضرت عمر زاخیلوال په اسلام‌آباد کې د دغو خبرو مسؤولیت په غاړه لري.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپل فیس‌بوک پاڼه لیکلي، چې د اوربند، د ستونزې په اړوند په لوړه کچه اړیکې، د یو لوړپوړی پلاوي په چوکاټ کې د خبرو له لارې د موضوع چټک حل او د خبرو تر پایلې پورې د تاسیساتو د کار بندولو په اړه له پاکستاني پلاوي سره خبرې کړې دي.

ښاغلي زاخیلوال لیکلي، چې د پاکستان لخوا د تاسیساتو د جوړولو د کار پر پیل هیڅ ډول موافقه نه ده شوې. هغه په همدې تړاو نن د پاکستان پوځي چارواکو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي " نه یواځې دا چې د توقع خلاف تاسې کار ندی درولی تر څو د خبرو له لارې د شخړې له منځه وړلو ته فُرصت برابر شي، بلکی په غلطۍ مو داسې ښودلي چې ستاسې د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر بنسټ شوی، زه ستاسې دا خبره په صراحت او د وضاحت په غوښتلو ردوم."

افغان سفیر پاکستان ته ګواښ کړی، که پاکستانیان د دې شخړې تر هواریدو پورې خپل کار و نه ځنډوي، د تورخم د شخړې موضوع به په تفصیل له خلکو سره شریکه کړي او راتلونکي هرډول عواقب به یې د پاکستان په غاړه وي.

د حضرت عمر زاخیلوال له دې څرګندونو داسې برېښي، چې د تورخم د لانجې په اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د پردې ترشا داسې خبرې هم شوي، چې په اړه یې خلک په بې خبرۍ کې پاتې دي.