د هوا ککړتیا؛ کابل کې ۶۵ کارخانې تړل شوي‌

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې کابل ښار ته نیږدې ۶۵ هغه کارخانې، د خښتو بټۍ او ریګریشنونه یې تړلي چې د دغه ښار د هوا په ککړتیا کې ډېر ښکېل دي.

د دغې ادارې په خبر پاڼې کې راغلي چې پرون یکشنبه د جنوري پنځمه (مرغومي ۱۵مه) د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د کابل ښاروالۍ، د کورنیو چارو او د کانونو وزارتونو ګډ پلاوي د کابل ارغندې او پغمان کې د دغو کارخانو فعالیت درولی او له دې سیمو څخه یې د هغوی د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

تړل شویو کارخانو ته تر اوسه د بدیل ځای نه دې مشخص شوی.

تړل شویو کارخانو کې د شګو بیلولو (ریګریشن) ۱۹ کارخانې، د خښتو ۱۳ بټۍ او د ګچ د تولید ۳۳ کارخانې شاملي دي.

دغه اداره وایي: "دغه کارخانې د هوا د دودونو او زهري ګازونو د تولید اصلي عاملونه دي. د افغانستان دولت د چاپیریال ساتنې په برخه کې جدي دی او ټولو سرغړونکو سره جدي چلند کوي."

دغو تړل شویو کارخانو ته تر اوسه د بدیل ځای نه دې مشخص شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي اړوندو ادارو سره خبرې روانې دي چې بیځایه شویو کارخانو ته مناسب ځای پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې د هوا ککړتیا په اړه د خلکو اندېښنې تر هر بل وخت ته په کتو ډېرې شوي‌دي.

کابل ښار کې یو شمېر مدني فعالانو د هوا ککړتیا په اړه لاریون او د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی.

تېره اونۍ کابل ښار کې یو شمېر مدني فعالانو د هوا ککړتیا په اړه لاریون او د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

دغه فعالان وايي چې د هوا ککړتیا موضوع ډېره جدي ده او له خلکو او حکومت نه غواړي په دې برخې کې دې لازم اقدامونه وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، دوه اونۍ مخکې په کابل کې هغو ښارګوټو، حمامونو، د خښتو بټیو او کارخانو خاوندانو ته خبردارۍ ورکړی و چې که دوی معیاري سوند توکي ونه سوځوي او لازم فلټرونه ونه کاروي د دوی د فعالیت مخه به ونیول شي.

له هغه وروسته تېره اونۍ د کورنیو چارو وزارت کابل کې دوه ښارګوټي او درې د ودونو سالونونه وتړل چې د یاد وزارت په وینا له معیاري سوند توکو نه یې کار نه اخیسته.

د رپوټونو پر اساس یوه نړیواله سروې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ککړې هوا له کبله څه باندې ۲۶ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.