افغان پلاوی اسلام اباد ته ولاړ

ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته نن بیرته کابل ته راستون شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو مامور امریکا غږ ته وویل چې د افغان حکومت یو عالي رتبه پلاوی نن غرمه د کابل نه دغه ښار ته رسیدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني اسلام اباد ته له روانیدو لږ مخکې امریکا غږ ته وویل، په دغه سفر کې چې مشري یې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په غاړه ده، د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی او د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل هم غړیتوب لري.

ښاغلي مستغني وویل "دا اسلام اباد ته د افغان پلاوي یو ورځنی سفر دی په دې سفر کې چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر پر غاړه ده د ملي دفاع د وزارت سرپرست او د ملي امنیت رئیس هم شامل دي".

تراوسه لا څرګنده نه ده چې افغان پلاوی به په اسلام اباد کې له کومو پاکستاني مشرانو سره وګوري.

له دې مخکې په خپرو شوو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې افغان پلاوی به د پاکستان له صدراعظم او د پوځ له مشر هم وګوري.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، افغان پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره د خبرو په پای کې د رسنیو له استازو سره کومه خبري غونډه په پام کې نیول شوې نه ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم او د دغه هیواد لوی درستیز سره د تیلیفوني خبرو وروسته د دوشنبې په ورځ وویل چې د خپل دریځ د روښانه کولو لپاره د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته یو پلاوی استوي.

تیره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل، دا پلاوی به د هغه وړاندیز د عملي کیدو د لارو چارو په باب له پاکستاني چارواکو سره وغږیږي، چې جمهوررئیس غني پرې د پاکستان د صدراعظم او د پوځ د مشر سره خبرې کړې دي.

ښاغلي هاشمي وویل "همدارنګه د هغه وړاندیز د عملي کیدو په سر به هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، چې جمهوررئیس غني پرې د پاکستان د صدراعظم او د پاکستان د ټولو ځواکونو د مشر جنرال راحیل شریف سره غږیدلی دی. په دې وړاندیز کې د هغو ویره اچوونکو او تروریستي ډلو په خلاف د اقداماتو د پورته کولو لپاره لارې چارې په نښه شوي، چې د پاکستان په دننه کې دیره دي او د افغانستان د خلکو پر ضد فعالیتونه کوي".

د جمهوري ریاست ویاند وویل، افغان پلاوی به د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د نوي دریځ په تړاو پاکستاني چارواکو ته وضاحت هم وړاندې کړي او دغه راز، کومې غوښتنې چې افغانستان یې له پاکستانه لري په اړه به یې د دغه هیواد چارواکو ته واضح معلومات ورکړي.

هاشمي وویل "کومې ځانګړې غوښتنې چې موږ له پاکستاني لوري څخه لرو او هغه دا دي، چې کوم ځانګړی تعریف چې پاکستان یې د خپل ځان او خپلو خلکو لپاره د تروریزم څه لري همغه دې افغانانو او افغانستان په هکله هم تطبیق کړي، هغه ډلې چې د پاکستان په دننه کې غونډې جوړوي او د افغانستان د خلکو پر خلاف د جګړې اعلان کوي په کار دي د پاکستان حکومت په دې برخه کې اقدامات وکړي ".

د افغانستان حکومت مشرانو په کابل او د افغانستان په یو شمیر ښارونو د افغان حکومت د مخالفو وسله‌والو د خونړیو بریدونو وروسته د دوشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړ او اسلام اباد یې د اففانانو ترمنځ د سولې په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړ.

پاکستان د افغان حکومت دغه نوي دریځ په باب په احتیاط څرګندونې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې افغانستان خپل دوست او ګاونډۍ هیواد بللی او ویلي دي چې دا هیواد هم د تروریزم نه زښت زیات زیانمن شوی دی.