کابل کې د یو افغان ځان وژنې جرمني کې سیاسي بحثونه پارولي

جرمني په دې وروستیو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي شړلي دي

ورورسته له هغې چې له جرمني څخه یو شړل شوي افغان په کابل کې ځان وواژه، د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل خپل د کورنیو چارو پر وزیر هورست زیهوفر فشار راوړی چې له دندې استعفا وکړي.

د جولاۍ په څلورمه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ۶۹ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته وشړل، چې د دوی په ډله کې یوه کابل ته تر رسیدو وروسته د سې شنبې په ورځ د (جولاۍ ۱۰) ځان وواژه.

دغه ۲۳ کلن افغان ځوان چې نوم یې جمال ناصر محمدي ښودل شوی چې د جرمني په هامبورګ کې تر اتو کلنو ژوند وروسته افغانستان ته لیږل شوی، او تراوسه یې د ځان وژنې په هکله څه ویل شوي نه دي.

په جرمني کې معمولا پناه غوښتونکو ته ترڅو چې د پناه غوښتنه یې رد یا منل کیږي، د اوسیدو لپاره حکومت ورسره یوه اندازه مرسته کوي.

د رپوټ له مخې محمدي د افغانستان د بلخ ولایت اصلي اوسیدونکی وو، خو جرمني ته تر تلو مخکې په ایران کې اوسیدو او هیڅکله په افغانستان کې یې ژوند نه دی کړی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر چې په ورته وخت کې د سوسیال مسیحي ګوند مشر هم دی په دننه آلمان کې د حکومت په تیره د پارلمان د یو شمیر غړو تر سخت فشار لاندې راغلی دی.

د جرمني د پارلمان غړې میرمن اولا یلپیکې په کابل کې د رد شوي پناه غوښتونکي د ځان وژنې پیښې له کبله د کورنیو چارو پر وزیر سخته نیوکه وکړه.

میرمن یلپیکي وايي د کورنیو چارو وزیر بشري حقونه له پامه غورځولي او ددې وخت رارسیدلی چې انېګلا مېرکل یې رخصت کړي.

همدا شان د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند د ځوانانو د ټولنې مشر کوین کوهنیزت وايي په دې وروستیو کې افغانستان ته د ۶۹ افغان پناه غوښتونکو لیږل یو مناسب کار نه وو او اوس د کورنیو چارو د وزیر د استعفا وخت دی.

د سې شنبې په ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر د مهاجرینو د ماستر پلان د اعلان پرمهال وویل چې دده د ۶۹ کالیزې پر ورځ د ۶۹ افغان رد شویو پناه غوښتونکو لیږل یوه تصادفي مسله وه، ځو په جرمني کې د کډوالو ملاتړ یو شمیر ادارې پر دغه کار نیوکه کړې ده.

کابل کې د جرمني سفارت ته څیرمه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر درنې چاودنې وروسته د جرمني حکومت منلې وه چې یوازې به مجرم، رد شوي او خطرناکه پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته لیږي، خو د مهاجرو د ملاتړ ادارې ادعا کوي چې په ۶۹ لیږل شویو افغان پناه غوښتونکو کې داسې کسان هم شامل دي چې په ښه توګه په جرمني کې مدغم شوي وو.

که څه هم ښاغلي هورست زیهوفر ویلي چې په زیاته کچه د افغان رد شویو پناه غوښتونکو لیږل یوه معمولي مسله ده، خو پر ده نیوکه کیږي چې ددغه افغان ځوان د ځان وژلو لامل دی دی.

له سوریې او عراق څخه وورسته افغانان په دریمه کټه ګورئ کې دي چې اورپا په تیره جرمني ته پناه وړي، افغانستان کې ناامني، سیاسي او ټولنیزې ستونزې هغه څه دي چې افغانان یې اړ کړي ترڅو خپل هیواد پریږي