افغانستان: په پاکستان کې د ټپي پولیس درملنه نه ده شوې

افغانستان له پاکستان سره اوږد سرحد لري او وخت ناوخت وسله وال د دغه سرحد په اوږدو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا ناسمه بللې ده چې په کې ویل شوي پاکستاني پوځیانو په دغه هیواد کې د یو ټپي افغان پولیس ژوند ژغولی او په دغه هیواد کې د دغه ټپي پولیس درملنه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان په خاوره کې د یو ټپي سرحدي پولیس درملنه ردوي، خو وایي چې په کونړ ولایت کې دغه ټپي پولیس سره د افغانستان او پاکستان په صفري نقطه کې پاکستاني ګرځنده روغتیا پالانو مرسته کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې تیره ورځ د کونړ ولایت د سرکاڼو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغانستان او پاکستان د سرحد په صفري نقطه کې د مخالفو وسله والو سره له یوې نښتې وروسته د یارجان په نوم یو سرحدي پولیس ټپي شو و، چې د ګرځنده پاکستاني روغتیا پالانو له خوا یې درملنه وشوه او د نورې درملنې لپاره د ننکرهار ولایت ته وړل شوی او اوس د جلال اباد په روغتون کې بستر دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه بیان کې افغان سرحدي پولیسو ته د روغتیایي مرستې د برابرولو له امله د پاکستان له ګرځنده روغتیا پالانو څخه مننه کړې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان په خاوره کې د افغان سرحدي پولیس درملنې په باب د پاکستاني چارواکو څرګندونې بي اساسه بللي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د پوځي چارواکو د ادعا په باب بې خبري ښودلې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا وزرت نه د چا نه مرسته غوښتي او نه هم چا ورسره مرسته کړې ده.

جنرال وزیري وویل " داسې څه مو نه دي لیدلي چې په عملیاتو کې پاکستاني‌ سرتیرو را سره مرسته کړي وي او نه هم له دوی مو د مرستې غوښتنه کړې ده".

تیره ورځ یو شمیر پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځ د چارواکو له خولې ویلي وو، چې د دغه ټپي افغان پولیس درملنه یې د پاکستان په خاوره کې کړې ده.

پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې سرتېرو يې ۶۰۰ متره د افغانستان خاورې ته ننوتي چې له ترهګرو سره په جګړې کې له یو ژوبل شوي افغان سرتېري سره مرسته وکړي.

د پاکستان پوځ دغه اعلامیې کې راغلي چې پېښه د سه شنبې په ورځ د باجوړ قبایلي سیمې ته نژدې د افغانستان په ختیځ کې شوې ده.

د پېښې دقیق ځای ښودل شوی نه دی او نه هم د شوې جګړې په اړه ډېر جزئیات ورکړل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي دي چې افغان چارواکو ترې له دغه عسکر سره د مرستې او د هغه د درملنې غوښتنه کړې وه

دغه ادراه وایي چې ژوبل شوی افغان عسکر یې د پاکستان یوه روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړی دی او اوس د باجوړ ایجنسۍپه یوه روغتون کې یې درملنه کیږي.

د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره اوږدې پولې لري، چې وخت ناوخت ترې وسله وال طالبان او نور اورپکي اوړي او پر افغان امنیتي ځواکونه ډزې او بریدونه کوي.