احمدي: د نشه‌يي توکو دوه نړیوال قاچاقبران مو نیولي

د افغانستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي دا دوه قاچاقبران یې په دې وروستیو ورځو کې نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې یې په ننګرهار کې د نشه‌يي توکو دوه لوی قاچاقبران چې یو یې د حاجي لعل جان زوی دی نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن په کابل کې، په ۱۳۹۴ کال کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د خپلو لاس ته راوړونو د اعلان پر مهال خبریالانو ته وویل، چې په دغه کال کې د نشه‌يي توکو څه باندې ۴۰۰ لوی قاچاقبران نیول شوي دي.

جنرال احمدي وویل، په نیول شوو قاچاقبرانو کې د حاجي وطن او د حاجي لعل جان زوی حاجي آغا محمد په ګډون په تور لیست کې شامل لس تنه قاچاقبران هم نیول شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د حمل میاشتې په ۱۶مه نېټه د حاجي وطن په نوم د نشه‌يي توکو یو لوی قاچاقبر د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې نیولی دی.

هغه وویل "دا کس زموږ د خاصو عملیاتو قطعې لخوا او د نورو برخو په همکارۍ وروسته له ۱۵ دقیقو وسله‌والې نښتې ونیول شو چې په نړیواله کچه یو لوی قاچاقبر دی، د دې کلونو په موده کې یې زرګونه ټُنه مواد یا د ټول هیواد په کچه او یا د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته قاچاق کړي دي. هغه به اکثره د سیمې په هیواونو کې ژوند کاوه، چې د یو خطرناک قاچاقبر په توګه له څوو کلونو راهیسې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د کشفي او عملیاتي برخو تر تعقیب لاندې وو خو له نیکه مرغه موږ ونیو."

د جنرال احمدي پر وینا، حاجي وطن له تیرو لسو کلونو راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

دغه راز جنرال احمدي وویل، په روان کال کې یې د حاجي آغا محمد په نوم د نشه‌يي توکو د یو بل لوی قاچاقبر حاجي لعل جان اسحاقزي زوی، چې د هلمند اصلي اوسیدونکی دی، په ننګرهار ولایت کې له زیاتو نشه‌يي توکو سره لاس په لاس نیولی دی.

حاجي لعل جان اسحاقزی، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا هم د نړۍ یو له سترو قاچاقبرانو په توګه یاد شوی وو، د ۱۳۹۱ کال په وروستیو کې په کندهار ولایت کې ونیول شو او د محکمو له پرېکړې وروسته ورته د بند ۱۵ کاله سزا ورکړل شوه، خو د افغانستان د پخواني ولسمشر په فرمان د کابل له زندان څخه کندهار ته ولیږدول شو او له یو نیم کال بند څخه وروسته بیرته خوشې شو.

ښاغلي احمدي وویل، چې لا هم حاجي لعل جان د پولیسو تر تعقیب لاندې دی خو پر وینا یې هغه دا مهال په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي نو ځکه تر اوسه نیول شوی نه دی.

د جنرال احمدي پر وینا په تیر لمریز کال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۲۹۱۹ لوی او کوچني عملیات په افغانستان کې ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۲۹۰۰ لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل په نیول شوو قاچاقبرانو کې ۲۱ پولیس، ۱۴ د ملي اردو منسوبین، ۳۲ ښځې او ۶ بهرنیان هم شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ۲۸ پولیس وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

په همدې توګه ښاغلي احمدي وویل، چې د تیر کال په عملیاتو کې یې د نشه‌يي توکو د جوړولو ۱۴ کارخانې هم له منځه وړې دي.

هغه وویل، په ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۱ ټُنه بیلابیل ډوله نشه‌يي توکي له قاچاقبرانو څخه کشف او ضبط شوي دي.