هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې یې له اسټرالیايي پوځیانو سره کار کړی، تر شپږو میاشتو پوري وخت لري چې د اسټرالیا د بشردوستانه ویزو د ورکولو غوښتنه وکړي.
د اسټرالیا حکومت ویلي چې د "ملکي کارکوونکو" د ایستلو پروګرام لپاره غوښتنلیکونه به د روان نومبر په ۳۰مه نېټه پای ته ورسیږي او دا پروګرام به د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړ شي.
د ژباړونکو سربیره، اوسمهال په دغه پروګرام کې به هغه افغان امنیتي ساتونکي، ملکي کارکوونکي او پخواني پوځیان هم شامل شي چې په افغانستان کې د اسټرالیا د حکومت لخوا ګمارل شوي وو.
په دې پروګرام کې به د شمولیت شرایط د اسټرالیا د حکومت د پخواني کارمن ویوین ټام لخوا تصدیق او وارزول شي.
نوموړی د اسټرالیا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د افغان کارکوونکو د غوښتنو د بیا کتنې پر بهیر نیوکه کړې او ویلي چې دا غوښتنې پر وخت نه دي ارزول شوي او یاد وزارتونو "دا ادارې سم مدیریتي سیسټم نه لري."
په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور د دوو لسیزو په کې، اسټرالیا تر ۳۹ زره زیات پوځیان افغانستان ته استولي چې په دې ترڅ کې یې ۴۱ سرتیري وژل شوي دي.
په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ اسټرالیايي پوځیانو شتون درلود.
همدا شان په تیر یوه لسیزه کې له ژباړونکو نیولې بیا د قونسلګرۍ تر کارکوونکو پوري، نږدې ۲۵۰۰ افغانان او د هغوی کورنۍ په اسټرالیا کې میشت شوي دي.
تر دې مخکې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته اسټرالیا ته د افغانانو د لېږدولو په بهیر کې د دغه هېواد پر پخواني حکومت نیوکه کړې وه.
هغه ویلي و :"د موريسن (د اسټرالیا پخواني لومړي وزير) حکومت د افغان کارکوونکو د ايستلو لپاره مناسب پلان نه درلود او د ګډوډيو او غير منظمو پريکړو، کمزوری مديريت او له غوښتونکو سره بشپړ اړيکو د نشتون له امله یې و نشو کړای چې دغه پروګرام په ښه توګه وڅاري . "
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې، اسټرالیا نږدې ۱۲ زره افغانانو ته په دغه هېواد کې د بشردوستانه دایمي استوګنې اجازه ورکړې ده.
همدا راز د اسټرالیا حکومت د تېر کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶۵۰۰ افغان کډوال ومني.
د ۲۰۲۱ کال د جولای له پای څخه بیا دغه کال د اګست تر پایه، د امریکا په مشرۍ ټلوالې د کابل د هوايي ډګر له لارې نږدې ۱۲۴زره کسان چې اکثره یې افغانان وو، له هیواده بهر انتقال کړل. دا ډېری هغه افغانان وو چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په دغه هېواد کې له نړیوالو ځواکونو او یا نورو لوېدیځو هېوادونو سره کار کړې وو.
خو په ورته وخت کې، زرګونه افغانان چې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره یې کار کړې، اوس هم په افغانستان کې دي او د طالبانو څخه په ویره کې ژوند کوي.