افغانستان، امریکا او اروپایي ټولنې رسنیو ته د طالبانو گواښ وغنده

په کابل کې د امریکا سفیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی پیري مایدون وايي، طالبان باید د افغان خبریالانو ګواښل ودروي.

دوی وايي، خبریالان باید په خپلواکه توګه کار کولو ته پرېښودل شي او هدف ونه ګرځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې، هغو رسنیو ته چې د دوی پر ضد اعلانات خپروي خبرداری ورکړ.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د سې شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۴مه» پر خپل ټويټر لیکلي چې د خبریالانو ګواښل به له طالبانو سره د سیاسي اهدافو په تر لاسه کولو کې مرسته ونه کړي.

هغه ویلي:"طالبان دي د افغان خبریالانو ګواښل ودروي. د خبریالانو او ولسي خلکو پر وړاندې زیات تاوتریخوالی به امنیت رامنځته نه کړي او نه به له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپلو سیاسي موخو ته ورسيږي."

د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پیر مایدون هم د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو پر ګواښلو اندېښنه ښودلې ده.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي:"د وسله والو لخوا د خبریالانو په نښه کول په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي،خبریالان حق لري له ګواښلو پرته کار وکړي، ټول اړخونه باید درک کړي چې خبریالي جرم نه دی او هدف هم نه دی."

طالبانو تېره ورځ یو شمېر هغو رسنیو ته چې د دوی پر ضد اعلانونه خپروي خبرداری ورکړ، که دغه رسنۍ د یوې اونۍ په ترڅ کې د دوی پر ضد اعلانونه بند نه کړي، نو د نظامي هدف په توګه به ورباندې بریدونه وکړي.

طالبانو شااوخوا دری کاله مخکې هم تر ورته خبرداري وروسته په کابل کې د طلوع خصوصي ټلویزیون پر همکارانو ځانمرګی برید وکړ چې پنځه تنه پکې ووژل شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم رسنیو ته د طالبانو دغه خبرداری د انساني او اسلامي اصولو خلاف بللی دی.

ارګ نن سې شنبه په یو بیان کي د بیان ازادي د دولت او خلکو ګډه لاسته راوړنه بللې او وايي، د خبریالانو، رسنیزو دفترونو او رسنیزو فعالیتونو د امنیت د تامین لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې له رسنیو څخه د ملاتړ ادارو هم یو شمېر رسنیو ته د طالبانو پر خبرداري اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو امنیت ته پام وکړي.

افغان خبریالان

په افغانستان د ازاد رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا «نی» د راپور له‌مخې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر دا مهاله په افغانستان کې پنځه خبریالان د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوي او دری نور ټپيان شوي دي.

تېر کال د شلو افغان خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو په وژل کېدو سره افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد وبلل شو.