هلمند کې یو افغان خبریال د ماین په چاودنه کې وژل شوی

د هلمند ولایت د خبریالانو د ټولنې له خوا د نعمت اله زهیردغه خپور شوی دی او ویل شوي چې زهیر څلورماشومان درلودل

د هلمند په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، نن سهار څه باندې نهه بجې د لښکرګاهښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د سره گودر په سيمه کې په یوه چاودنه کې افغان خبریال نعمت الله زهیر وژل شوی او د یوبلې رسنې موټرچلونکی سخت ټپي شوی دی.

نعمت الله زهير په هلمند ولایت کې د اريانا نیوز تلويزيون لپاره کار کوه.

په هلمند کې د افغان خبریالانو د ټولنې رئیس ذین الله ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نعمت الله زهیر د یو شمیر نورو خبریالانو سره د لښکرګاه دوهمې حوزې مربوطد سره ګودر سمیې ته روان وو چې په لار پرموټر یې د سړک د غاړې ماین وچاودیده.

د لښکرګاه د دوهمې حوزې د سره ګودر سیمه او بي ټو ون سیمه تیره اونۍ افغان ځواکونو له یوې سختې جګړې وروسته له طالب وسله والو بیرته نیولې ده.

دا سیمې د لښکرګاه په وروستیو جګړو د افغان ځواکونو څخه طالب وسله والو نیولي وې.

د زهير مړی د ماين په چاودنه کې ډير خراب شوی او د پیښې له ځایه د هلمند ولايتي روغتون ته لیږدول شوی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نعمت الله زهیر په مړینه خفګان ښودلی او هغه کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

۳۶ کلن نعمت الله زهیر د تیرو لسو کالو راهیسې د خبریال په توګه کار کوه.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر په وژل کیدو خواشینې څرګنده کړې ده.

جمهوررئیس د دغې پېښې د غندنې پرمهال ویلي،تروریستانو او د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په آزادۍ او انسانیت باور نه لري او خپلو شومو موخو ته ده رسیدو په خاطر له هیڅ ډول غیر انساني عمل څخه مخ نه اړوي چې د نعمت الله زهیر په شهادت یې یو ځل بیا د رسنیو ټولنه د ویر په ټغر کینوله.

جمهوررئیس ویلي" تروریستي بریدونه به هیڅکله د بیان د آزادۍ مخه ونه نیسي او خپلو خلکو ته د خبر رسولو په برخه کې به زموږ د خبریالانو اراده کمزورې نه کړي".

د افغانستان اجرائیه رئیس همنن د جمعې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، د افغان امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د افغان خبریالانو ژوند خونړیتوب ته دې لازمه پاملرنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب ادارې وایي چې روان عیسوي کال د افغان دخبریالانو لپاره یو خونړی کال وو.

سږکال په افغانستان کې دولس خبریالان وژل شوي دي.